د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د ځمکو غاصبین به سخته سزا ویني


د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني وایي، چې د ځمکو غصب باید ختم او عام خلک باید په دغه برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

جمهور ریس غني د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په پینځم ملي ښاري کنفرانس کې وویل، چې غصب د افغانستان په فرهنګ کې ځای نلري او غاصبین، چې هر څوک او په هر موقف کې وي، محاکمه به شي.

جمهور ریس غني غاصیبنیو ته په خطاب وویل"په څه زور باندې راغلي دي د کانال ځمکې اخلي، شل کاله مخکې دوې څه درلود، د چا په زور باندې نازیږي، اخطار مې درته داده، هر څوک چې هر څه یې محکمه به درباندې کیږي شل کاله به بندیخانه کې تیروې".

جمهور ریس غني همدارنګه وویل، چې له دولتي ځمکو څخه باید د ښاري ودې لپاره ګټه واخیستل شي.

جمهور ریس غني په داسې حال کې د ځمکو غاصبینو ته ګوتڅنډنه کوي، چې د افغانستان د ځمکو د سروې ادارې تیره میاشت ویلي وه، چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱.۶ میلیونه دولتي ځمکه د بیلابیلو کسانو لخوا غصب شوې ده.

په همدې حال کې د ښار او کور جوړونې او د ځمکو وزارت وایي، چې دوې په روان کال کې شاوخوا دوه نیم ملیون جریبه ځمکه سروې او په سیستم کې ثبت کړې ده.

XS
SM
MD
LG