د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: د سولې لپاره د مذاکراتو نوی څپرکی پرانیستل شوی


غني وایي افغانانو د تروریزم ضد مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي
غني وایي افغانانو د تروریزم ضد مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تر سره شوو سرښندونو له برکته د سولې لپاره د مذاکراتو نوی څپرکی پرانیستل شوی دی.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۸ (وږې ۱۸) د «شهید اونۍ» او د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د ۱۹ تلین په مناسبت پیغام کې ویلي چې افغانانو د تروریزم ضد مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي.

د نوموړي په پیغام کې ویل شوي: "نن ورځ د همدغو مقاومتونو او سرښندونو له برکته د سولې لپاره د مذاکراتو نوی څپرکی پرانیستل شوی دی، له شک پرته د شهیدانو او د هیواد د ګرانو اتلانو یو له لویو ارمانونو څخه باعزته سولې ته رسېدل وو. د هیواد د شهیدانو د لویو مخو په رڼا کې دې ته رسېدل میسر شوي. د افغانستان حکومت د دې مهمې موخې د تحقق لپاره ګامونه اخیستي دي."

پر همدې مهال د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي، د افغان حکومت مذاکراتي ټېم به په نژدې ورځو کې د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ شي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۸ (وږې ۱۸) په کابل کې د «شهید اونۍ» مناسبت مراسمو کې وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون ته چمتو دی.

خو ښاغلي عبدالله روښانه نه کړه چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به کله دوحې ته ولاړ شي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر چې پهد لوی جرګې په تالار کې یې د «شهید اونۍ» په مناسبت غونډې ته وینا کوله وویل چې ډېر ژر به بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

بلخوا د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د «شهید اونۍ» په مناسبت مراسمو کې وویل چې له طالبانو سره خبري د هغوی غوښتنو ته د تسلمېدو په معنی نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاګټر محمد نعیم ویلي چې تر دا مهاله د طالبانو یو شمېر بندیان لا نه دي ازاد شوي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاتې بندیانو تر خلاصېدو وروسته د طالبانو مذاکراتي ټېم بین الافغاني خبرو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG