د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د افغانستان پر ښارونو باندې د بریدونو بندېدل غوښتي


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پرمهال
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پرمهال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ( یوناما) په دغه هیواد کې د بریدونو په زیاتیدو او ملکي تلفاتو باندې اندیښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د ژر تر ژره دریدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لایینز د دوشنبې ورځې ناوخته اګست نهمه (زمري ۱۸) له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د جګړې د دواړو طرفونو لخوا "ملکیانو ته د وحشتناکو زیانونو" رسولو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

یوناما د میرمن لایینز له قوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي"ملګري ملتونه د بریدونو د ژر پای ته رسیدو غوښتونکي دي. د افغانستان رهبران باید د نښتو د پای ته رسولو لپاره یووالي ته خپلې هڅې زیاتې کړي".

په دې وروستیو کې طالبانو د یو شمیر ولایتونو په مرکزونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او افغان چارواکو هم ویلي چې په تیرو څلورو ورځو کې د طالبانو د ډلې جنګیالیو د نیمروز، جوزجان، کندز، سرپل او تخار یو شمیر مرکزي سیمې نیولي دي.

همدرانګه د کندهار، هرات او لښکرګاه پر ښارونو د طالبانو بریدونه د افغان ځواکونو لخوا دفع شوي دي او په دغه ښارونو کې لا هم نښتې دوام لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې همدرانګه د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتې چې په دغه هیواد کې د سولې د ټینګېدو لپاره خپل رغنده رول ادا کړي او په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې په دغه ناسته کې جمهور رئیس غني او میرمن لایینز د افغانستان عمومي وضیعت و ارزوه او د تاوتریخوالي زیاتیدو ته یې اندیښنه څرګنده کړه.

جمهور رئیس غني ویلي چې د هغوې اصلي موخه د تاوتریخوالو پای ته رسول دي او د تلپاتې سولې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې په سترو ښارونو دې بریدونه ودروي.

میرمن لایینز زیاته کړه چې د دوی د تمې خلاف په تیرو څو میاشتو کې تاوتریخوالی زیات شوی او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په ځای بریدونه زیات شوي او د غیر نظامیانو تلفات ۵۰ فیصده زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG