د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د تروریزم په ختمېدو به، افغانستان د کال میلیونونه سیلانیان ولري


افغانستان د ګرځندویۍ د صنعت د ودې لپاره علمي او څیړنیز کنفرانس جوړ کړ.
افغانستان د ګرځندویۍ د صنعت د ودې لپاره علمي او څیړنیز کنفرانس جوړ کړ.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یک‌شنبې په ورځ د 'توریزم پر وړاندې د تروریزم ګواښونه' په نوم علمي-څېړنیز سیمنار کې وویل، دغه هیواد به د تروریزم د شر له ختمولو وروسته په راتلونکې کې، هرکال له دوو څخه نیولې تر پنځه میلیونو بهرني سیلانیان ولري.

په دغه سیمینار کې، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په ارګ کې جوړ شوی وو، په افغانستان کې د ګرځندویۍ د صنعت پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او ورته د حل لارې چارې موندلو پر سر بحث کیږي.

ولسمشر غني په دې سیمینار کې د وینا پر مهال وویل، افغانان پر راتلونکې باندې باور لري او خپله راتلونکې په خپله جوړوي.

د ښاغلي غني پر وینا، توریزم په نړۍ کې د عوایدو او کاروبار او دغه راز د ولسونو او ملتونو تر منځ د ښو اړیکو د جوړولو لویه ذریعه ده او دا د افغانستان لپاره، چې له تاریخی، طبیعي او کلتوري اړخه خورا زیات جذابیتونه لري، ډیر ارزښت لري.

ولسمشر غني وویل " افغانستان کولای شي چې د تروریزم د شر له ختمولو وروسته آینده کې، د کال دوه الی پنځه میلیونه خارجي ګرځندوی ولري".

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د ګرځندوی په برخه کې افغانستان د ښکلو او تاریخي سیمو په درلودلو سره ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، افغانستان له زرګونو کلونو راهیسې، د فکر، فرهنګ او تمدن د انتقال او اتصال یو لوی مرکز و، په راتلونکې کې هم دغه نقش لرلای شي.

د ولسمشر غني په باور، دغه هدف ته په رسېدو کې لکه څومره چې تروریزم خنډونه جوړوي او تاوان پیښوي، هغومره توریزم موثر او ګټور ثابتیدلای شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمیرو له مخې، په دغه هیواد کې د دولتي ادارو تر څنګ د ګرځندویۍ ۲۰۰ خصوصي شرکتونه او ۱۲۰ میلمستونونه په اوس وخت کې فعالیت کوي، چې نږدې ۶۰ زرو کسانو ته یې د کار زمینه برابرې کړې ده.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا د روان کال په شپږو میاشتو کې شاوخوه دوه نیم میلیونه کورنیو سیلانیانو یواځې له کابل او بلخ ولایتونو څخه لیدنه کړې ده.

دغه وزارت وايي، چې په دې موده کې یې د ګرځندویۍ د صنعت له لارې ۲۵ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG