د لاس رسي وړ اتصالات

انار کلي هنریار ته د دانش لیک؛ موږ وشرمېدو


د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار د وروستیو څرکندونو په غبرګون کې ویلي هغه څه چې ستاسو پر وړاندې شوي موږ پرې شرمېږو.

په مشرانو جرګې کې د افغان هندوانو او سیکانو سناتوره انار کلي هنریار تېره اونۍ د افغانستان ستراتیژیکو څېړنو انستتیوت له خوا د ابن سینا بین المللي جایزه وګټله.

مېرمن هنریار په یادې غونډې کې د هندوانو او سیکانو لږکیو پر وړاندې د تبعیضي چلند په اړه خواشینۍ څرګنده کړه او اوښکې یې تویې کړې.

هغې دا هم وویل چې افغان هندوان او سیکان له سلګونو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي، خو ځینې افغانان فکر کوي چې دوی له هند نه افغانستان ته کډه کړې ده.

په خواله رسینو کې دغې پېښې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د ولسمشر دویم مرستیال په خپلې فیسبوک پاڼې کې دغې سناتورې ته لیکلي: "ستاسو د اوښکو ننداره او د نري غږ اورېدل موږ ټول وژړولو. هر هغه څه چې له تاسو سره شوي موږ ټکان ولیده او پرې وشرمېدو."

ښاغلي دانش پر دې ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو مسلمانانو، هندوانو او سکانو افغانانو ګډ کور دی او د تبعیضي چلند سره د مبارزې لپاره ورته ګډه مبارزه پکار ده.

د افغانستان لږ تر لږه ۹۹ سلنه وګړي مسلمانان او پاتې یې هندوان او سیکان دي.

د دوی په وینا د افغانستان د نويمې لسیزې کورنیو جګړو او له هغه وروسته په تېرو دوه لسیزو کې دغه لږکيو درانه مالي او ځاني تاوانونه ورکړي دي.

د رپوټونو پر بنسټ یو کال مخکې د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې ته اړوند منډوي سیمه کې د هندوانو او سیکانو پر درمسال خونړی برید ترسره شو. دغه برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه او ۸ نور ټپیان شول.

له دې مخکې د تېرو پالماني ټاکنو د کمپاین په اوږدو کې د یادو لږکیو پر یواځیني نوماند اوتار سنګ خالصه برید وشو چې د ده په شمول ګڼو نورو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د رپوټونو پر بنسټ افغان هندوان او سیکان وايي چې ډېرې ځمکې یې د زورواکو له خوا په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې غصب شوي او دوی اړ شوي چې ډېرې کورنۍ یې بهر ته کډه وکړي.

XS
SM
MD
LG