د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیان زموږ پر ملي مسایلو فیصلې نشي کولای- غني


ښاغلي غني وویل چې د افغانستان برخلیک به په همدغې خاورې کې ټاکل کیږي
ښاغلي غني وویل چې د افغانستان برخلیک به په همدغې خاورې کې ټاکل کیږي

په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقې ته نژدې شوې ده، ولسمشر اشرف غني د افغانستان په ملي مسایلو کې د بهرنیو مداخله رد کړه.​

نوموړي نن یکشنبه د «زمري میاشتې پر۲۰مه» په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت وینا کې وویل چې سوله د افغانستان په راتلونکې پورې اړه لري، چې واک یې یوازې له افغانانو سره دی.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ملي مسایلو په اړه ګاونډیان او یا کوم بل څوک فیصله نشي کولای بلکې یوازې افغانان د خپل راتلونکې په اړه فیصله کولای شي.

ولسشمر غني وویل "زموږ برخلیک په بهر کې نشي ټاکل کېدای، نه زموږ په ملګرو هېوادونو کې او نه هم د ګاونډیانو د پلازمینو په ښارونو کې. د افغانستان برخلیک به په همدغې خاوره کې ټاکل کیږي. موږ هېڅوک هم نغواړو چې زموږ په کارونو کې مداخله وکړه."

هغه همدارنګه پر افغانانو غږ وکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي. ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

محمد اشرف غني وویل "سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپل خوښه یې غواړي او خپله مذاکرات وغواړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام چې په ټوله نړۍ کې منل شوی دولت دی."

ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه وویل، چې سوله کې باید ملي یووالي تامین شي.

هغه زیاته کړه: "سوله به ملي وي، نه سمتي، نه حزبي او نه قومي وي، سوله به د افغانستان د ټولو نسلونو وي."

XS
SM
MD
LG