د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې په اړه د اجماع قوي کولو لپاره غني تاجکستان ته ولاړ


د تاجکستان ولسمشر او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو د یاد هیواد په هوايي ډګر کې د ولسمشر غني هر کلی وکړ.
د تاجکستان ولسمشر او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو د یاد هیواد په هوايي ډګر کې د ولسمشر غني هر کلی وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه مارچ ۲۹ (وري ۹) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.

د تاجکستان ولسمشر او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو د یاد هیواد په هوايي ډګر کې د ولسمشر غني هر کلی وکړ.

ارګ وايي ولسمشر غني به په دې دوه ورځني سفر کې په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هیواد د پارلمان رئیس سره په کتنو کې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

بیان زیاتوي چې ښاغلی غني به د دې سفر په جریان کې د تاجکستان په ملي پوهنتون کې وینا وکړي او د یاد پوهنتون د رئیس له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وايي چې د دغه سفر یو هدف دا دی چې د سولې په اړه سیمه ایزه او نړیواله اجماع قوي شي.

ښاغلي ګران امریکا غږ ته وویل: "د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس سبا سې شنبه د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ کوربتوب، د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د ۱۵ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون، د ملاتړ کوونکو هیوادونو د استازو، د بهرنیو چارو وزارتونو، او نورو بیلابیلو هیوادونو د استازو په ګډون کې د ویډیو کنفرانس له لارې پرانیستل کیږي."

نوموړي زیاته کړه چې په یاد کنفرانس کې ایران، هند، پاکستان، ازبکستان او قزاقستان د بهرنیوو چارو وزیران په یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجکستان ته رسېدلي دي.

دا کنفرانس د استانبول د پروسې نهم کنفرانس دی چې دایریږي، پنځلس غړي، شپاړس ملاتړي هیوادونه پکې ګډون لري او دوولس سیمه ییز او نړیوال سازمانونه به پدغه کنفرانس کې برخه واخلي.

د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس پر داسې مهال جوړیږي چې ټاکل شوې راتلوونکې میلادي میاشت په ترکیه کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس هم جوړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسیا زړه ـ استانبول پروسې کنفرانس د افغان سولې مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره د مشورو او چمتووالي لپاره ښه فرصت بللی دی.

XS
SM
MD
LG