د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بیا تر شپږم ټولګیو ور پورته د نجونو ښوونځي وتړل


افغان نجونې د ښوونځي په دروزازه کې
افغان نجونې د ښوونځي په دروزازه کې

په داسې حال کې چې نن چهارشنبه د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پرانیستل شو، خو تر شپږم پورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته د نجونو پر مخ بند شول.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۳ (ورې درېیمه) د کابل ښار په اماني لیسه کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د حکومت د مشرتابه د لارښوونې په اساس " ټولو اناثیه مکاتبو او لیسو ته چې له شپږم صنف څخه پورته دي،‌ خبر ورکوو چې خپل درسونه تر امرثاني پورې بند کړي. هرکله چې په دې اړه له شریعیت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامعه طرحه جوړه" شوه او د طالبانو حکومت امر وکړ، بیا "به یادو ښځینه مکاتبو ته رسمآ اطلاع ورکړل" شي.

نوموړي وویل چې دا "هدایت" ورته تېره ورځ د مکتوب له لارې استول شوی دی. څو میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په نوي‌ تعلیمي‌کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي.

د پوهنې وزارت د مخکنیو څرګندونو په اساس ټاکل شوې وه چې د نوي تعلیمي کال په پرانیستلو سره نن تر شپږم پورته ټولګي هم د نجونو پر مخ خلاص شوي وای.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان تیره پنجشنبه رویټرز خبري آژانس ته ویلي وو چې راتلونکی لمریز کال به ټول ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، هغه ویلي وو، "سږ کال به هیڅ ښوونځی تړلی نه وي او که کوم ښوونځی تړلی وي، دا د پوهنې د وزارت مسؤلیت دی چې پرانیزي یې".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر او د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کار کوونکو د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو نه پرانیستلو په اړه اندېښنې ښودلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو نه پرانیستلو په اړه اندېښمن دي.

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري هم د افغان نجونو پر مخ تر شپږم پورته تولګو بندېدو ته په غبرګون کې ویلي چې دا کار نه یوازې د طالبانو پر ژمنو باور کمزوری کوي بلکې په خبره یې د افغان نجونو په اړه د والدینو هیلې هم له منځه وړي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیر ایان مککري په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدل مایوسونکی خبر بللی او هغه یې د طالب چارواکو د مخنیو ژمنو خلاف بللی دی.

نوموړي زیاته کړې: "دا ډیره مایوسه کوونکې ده او د طالبانو د ډیرو بیانونو او ډاډ سره په ټکر کې ده،ټول افغان ځوانان د زده کړو حق لري."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو خبر ورکړ، خو د نجونو تر شپږم پورته تولګي یې بند کړل.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې دوی په دې اړه پر یوې هر اړخیز طرحې کار کوي.

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ څه باندې اووه میاشتې تیریږي تر اوسه د هغوي حکومت هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

نجونو او میرمنو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.

XS
SM
MD
LG