د یونان ساحلي ګارډ وایي د دې هیوا د اژه په بحیره کې د مهاجرینو د دوو کښتیو په ډوبیدو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي.
دا د روانې اوونۍ د چارشنبې د ورځې راپدیخوا دریمه کښتۍ ده چې پداسې حال کې پدې اوبو کې ډوبیږي چې د مهاجرینو او پنا غوښتونکو قاچاق ډیر شوی.
د یونان سرحدي ګارډ وایي د پیروس ټاپو سره نږدې د مهاجرینو د یوې کښتۍ د چپه کیدو په پیښه کې درې کسان مړه شوي او ۵۷ نور ژوندي ژغورل شوي.
د دې پیښې نه یوازې څو ساعته وړاندې د یونان سرحدي ګارډ د انتیکایتیرا ټاپو سره نږدې یوه بله کښتۍ پداسې حال کې وژغورله چې ۱۱ کسان پکې مړه شوي و.
سرحدي ګارډ وایي پدې کښتۍ کې د ۲۷ ماشومانو، ۱۱ میرمنو په ګډون ټولټال ۹۰ کسان ژوندي ژغورل شوي.
د دغو دوو پیښو څخه وړاندې د چارشنبې په ورځ هم د یونان د فولیګاندروز په ټاپو کې د مهاجرینو یوه ربړۍ کښتۍ چپه شوې چې لږ لږه ۳ کسان پکې مړه شوي و. په کښتۍ کې لسګونه کسان سپاره وه. سرحدي ګارډ یوازې ۱۳ تنه ژوندي ژغورلي او لسګونه یې لا هم تري تم دي.
دقیقاً معلومه نده چې په ربړي کښتیو کې څومره کسان سپریږي خو سرحدي ګارډ وړایي داسې پیښې هم یې لیدلي چې نږدي ۵۰ تنه په یوې کښتۍ کې سپاره شویدي.
د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ادراه (UNHCR)وایي چې د چارشنبې د ورځې پیښه سږ کال د ایجین په بحیره کې تر ټولو ناوړه پیښه ده چې کیږي.
په یونان کې ددې ادارې یو استازي ادریانو سلویستري د فرانس پریس خبري اژاسن ته ویلي چې د کښتیو دا ډوبیدل یو دردناک خبر دی او ښیي چې خلک د خوندیتوب په لټه کې دومره خطرناکو لارو چاروو ته مخه کوي.
یونان ته پدې تیرو څو میاشتو کې یو ځل بیا د مهاجرینو او پنا غوښتنکو ورتګ ډیر شوی. د یونان ساحلي ګارډ د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي۳) د یوې کښتۍ مخه ونیوله چې ۹۲ تنه پکې سپاره و. پولیسو د پیښې په تړاو درې قاچاقبران هم نیولي دي.
د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وایي چې د روان کال د جنوري د میاشتې څخه د نومبر پورې څه باندې ۲۵۰۰ کسان چې غوښتل یې د اوبو د لارې اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي، په بحر کې مړه یا تري تم شویدي.