د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې برید د بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسید


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د ملي امنیت ریاست پر یو روزنیز مرکز برید د څلورو وسله‌والو په وژلو سره پای ته رسیدلی دی.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې یو ځانمرګي بریدګر په پیل کې ورپورې تړلو موادو ته چاودنه ورکړې او درې نور له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

ښاغلي مهر زیاته کړه، چې په دغه برید کې درې افغان سرتیري ټپیان شوي دي او بل چا ته په کې زیان نه دی رسیدلی.

یو شمیر وسله‌والو د پنجشنبې په ورځ (زمري ۲۵) د سهار په لسو بجو د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې برید وکړ او د ملي امنیت پر یو روزنیز مرکز یې ډزې پیل کړې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو سلاکار حشمت ستانکزي وویل، چې بریدکوونکي د پنځمې امنیتي حوزې په قلعه وزیر سیمه کې یوې نیم‌کاره ودانۍ ته دننه شوي وو او له هغه ځای څخه یې د ملي امنیت پر یو مرکز ډزې کولې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې امریکا غږ – آشنا ته وویل، د لومړنیو تحقیقاتو پر بنسټ، دغه بریدګر سیمې ته په یو کرولا ډوله موټر کې وروړل شوي وو.

د برید مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

تیره ورځ هم د کابل په دشت‌ برچي سیمه کې، د یو ښوونیز مرکز د کانکور د تیاري په یو ټولګي کې خونړی ځانمرګی برید وشو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په دغه برید کې ۳۴ کسه ووژل شول او ۵۶ ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG