د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د یو ښوونځي د کتابونو خونه سوزول شوې


ننګرهار کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د اور اچونې په دې پیښه کې د ښوونځي د کتابونو د خونې یوه برخه سوزیدلې ده
ننګرهار کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د اور اچونې په دې پیښه کې د ښوونځي د کتابونو د خونې یوه برخه سوزیدلې ده

نا معلومو وسله والو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند د ایمل خان لېسې تحویل خانې ته اور ورته کړیاو‌‌‌‌‌‌د کتابونو د خونې یوه برخه یې سوځولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېر ماخستن شوې ده.

نوموړی وايي چې څلورو وسله والو لومړی د لېسې ملازمان تړلي او وروسته یې د کتابونو ‌‌‌‌‌‌ډيپو ته اور اچولی دی، د کتابونو ‌‌‌‌‌‌خونه نیمايي سوځولې خو حکومتي خلک په وخت ور رسېدلي او له ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان مخه یې نیولې ده.

د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري امریکا غږ ته وویل وسله والو لومړی دوه ملازمان تړلي او وروسته یې د لېسې او پوهنې مدیریت ‌‌‌‌‌‌ډیپو ته اور اچولی او لسګونه کتابونه یې سوځولي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د ایمل خان د هلکانو لیسې ته ورغلي وسله وال څوک دي.

کومې ډلې هم د دغې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG