د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې وسله‌والو یوه بهرنۍ ښځه وژلې او بله یې تښتولې


د کابل پولیسو د پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
د کابل پولیسو د پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د کابل پولیس وايي، پرون مازدیګر د دغه ښار په لویدیځ کې یوه آلمانۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې د ناپيژندو وسله‌والو له خوا وژل شوي او یوه فنلنډۍ ښځه لادرکه شوې ده.

دا پیښه تیره ورځ د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند د دارالآمان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

اومې حوزې آمر عطا خان امریکا غږ ته وویل، د سیما په نوم یوه آلمانۍ ښځه، چې د آپریشن میرسي مؤسسې کې یې کار کوه د تفنګچې په ډزو او ساتونکی یې د چړې په ګوزارونو وژل شوي دي.

د عطا خان پر وینا، د ټيپي په نوم یوه بله فنلنډۍ ښځه هم په دې پیښه کې لادرکه شوې ده.

د کابل د اومې حوزې آمر زیاته کړه، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي، خو لا تر اوسه په پیښه کې د لاس لرو په تور څوک نیول شوي نه دي.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، تیره ورځ مازدیګر ناپیژاندو وسله‌والو پر دوو بهرنیانو باندې برید وکړ، چې یوه یې ووژله او بله یې له ځان سرهوتښتوله.

د سرچینې پر وینا، افغان امنیتي ځواکونو د تښتول شوې بهرنۍ میرمنې د ژغورلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه د دغې پیښې مسولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی او په کابل کې د آلمان او فنلند سفارتونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په کابل کې د بهرنیو اتباعو د تښتولو لومړنۍ پيښه نه ده، له دې مخکې هم د کابل ښار په دارالآمان سیمه کې ناپیژندو وسله‌والو د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه استادان، چې یو یې استرالیایي او بل یې امریکايي وو،وتښتول.

تر اوسه د دغو بهرنیو استادانو برخلیک روښانه نه دی او د بیرته ژغورلو په اړه یې د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو هم مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG