د لاس رسي وړ اتصالات

د هلو ټرسټ رئیس: وسله والو یوازې هزاره کار کوونکي ووژل


د هلو ټرسټ مؤسسې ټپي شوي کار کوونکي په روغتون کې بستر دي.
د هلو ټرسټ مؤسسې ټپي شوي کار کوونکي په روغتون کې بستر دي.

وسله والو کسانو تیره شپه د بغلان په ولایت کې د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ په کمپ برید وکړ، لس تنه کار کوونکي یې ووژل او ۱۶ یې ټپیان کړل.

د هلو ټرسټ مشر، جیمز کوون نن چارشنبه جون ۹ (غبرګولي۱۹) د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې وسله والو د شپې په لسو بجو په کمپ برید وکړ او د مؤسسې ۱۰ کار کوونکي چې اکثریت یې هزاره ګان و، ووژل او ۱۶ نور یې ټپي کړل.

ښاغلي کوون زیاته کړه چې سیمې ته د طالبانو د یو قوماندان د راتګ نه وروسته وسله وال د پیښې د ځای نه وتښتیدل.

په همدې حالې د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني له قوله د وژل شویو او ټپي شویو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ دا برید "وحشیانه او بشري جنایت" بللی او د برید ملامتي یې په طلبانو اچولې.

ښاغلي غني ویلي، " طالبان ځکه ماین پاکوونکي وژني چي هغوي لویې لارې، کر ځایونه او کلي د ماینونو او چاودیدونکو موادو نه پاکوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخه نیسي چې د وسله والو مخالفینو لخوا کیږي. "

خو ها خوا بیا طالبانو ویلي چې د هلو ټرسټ د مؤسسې په کار کوونکو برید د هغوي کار ندی. طالبانو هم دا برید "وحشیانه" بللی او وژل شویو کسانو ته یې د "شهید" خطاب کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم دا برید غندلی او دا یې ناوړه کړنه بللې. په افغانستان کې د اروپایي اتحادې استازي او د جرمني حکومت دا یوه "بزدلانه" کړنه بللې.

ښاغلی کوون وایي په ټپه شویو کسانو د دوو تنو ټپونه کاري دي او روغتون ته د درمنلې لپاره وړل شوي.

د هلو ټرسټ د مؤسسې مشر د دې پیښې نه وروسته په افغانستان کې د خپل ماموریت د راتلونکې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " کله چې مونږ په یوې سیمې وګواښل شو، بلې سیمې ته ځو او د همدې نرمښت له وجې ښایي مونږ خپل کار ته ادامه ورکړو ځکه چې زمونږ د فعالیت له وجې نه یوازې دا چې د انسانانو ژوند ژغورل کیږي بلکې خلکو ته کار روزګار هم پیدا کیږي.

ویل کیږې چې د هلو ټرسټ مؤسسه د شاوخوا ۳۰ کالونو راپدیخوا په افغانستان کې فعالیت لري او تر ۳ زرو ډیر کار کوونکي لري.

د مؤسسې رئیس د خپلو فعالیتونو په هکله امریکا غږ ته وویل، " مونږ د افغانستان د ولس خدمت کوو او حکومت ته درناوی کوو. مونږ په افغانستان کې په ۱۹۸۸ کال کې کار پيل کړ. د کورنیو جګړو پر وخت همدلته وو. د طالبانو د حکومت پر وخت او د سپټمبر د میاشتې د ۱۱ مې نیټې د پیښې نه وروسته هم په افغانستان کې وو. مونږ به د افغانستان د ولس خدمت کولو ته دوام ورکړو."

ښاغلي کوون زیاته کړه چې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت یې د کار تمرکز په ماین پاکۍ و خو اوس تر ډیره حده ناچاودل شوي موادو پسې ګرځي چې خنثی یې کړي.

XS
SM
MD
LG