د لاس رسي وړ اتصالات

حماس په غزې کې د بایډن د اوربند د پلان تطبیق کېدو غوښتنه وکړه


د غزې تړانګې د خان یونس په ښارګوټي کې د اسرائیل تعرضي عملیاتو له کبله ګڼ شمیر خلک بې ځایه شویدي.
د غزې تړانګې د خان یونس په ښارګوټي کې د اسرائیل تعرضي عملیاتو له کبله ګڼ شمیر خلک بې ځایه شویدي.

د حماس ډلې یکشنبه اګست ۱۱ ( زمري ۲۱) له منځګړو هیوادونو چې په غزې کې د جګړې پای ته رسولو او برمته شویو کسانو خوشې کیدو موافقې لپاره کار کوي، وغوښتل چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د اوربند موافقه عملي کړي.

د حماس ډلې دا بیان یوه ورځ وروسته تر دې ورکړ چې د غزې په یو ښوونځي باندې د اسرائیل په یو هوایي برید کې لږ تر لږه ۹۰ تنه ووژل شول چې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه پیل شوې، په یوې حملې کې دومره ډیر کسان نه و وژل شوي.

متحده ایالات، قطر او مصر چې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په موافقې کې منځګړتوب کوي د جګړې دواړه خواوې یې د خبرو بیا پيل کیدو ته پداسې حال کې بللي دي چې جګړو زرو اخیستې.

د اسرائیل په صدراعظم بنیامین نیتنیاهو دا تور دی چې د جګړې اوږیدو لپاره پلمې لټوي خو هغه هم منلې چې د مذاکراتو لپاره به خپل پلاوي استولي. ټاکل شوې چې دا خبرې د همدې راتلونکې پنجشنبې په ورځې پیل شي.

خو بل پلو د حماس ډلې ویلي چې د نويو وړاندیزونو او مذاکراتو نورو پړاوونو پر ځای دې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د سولې هغه پلان تطبیق شي چې د امریکا مشر د روان کال د مۍ میاشتې په ۳۱ مه په ډاګه کړ او وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم منظور کړ.

په اعلامیې کې راغلي، " حماس غواړي چې منځګړي د هغه څه تطبیق کولو لپاره یو پلان وړاندې کړي چې دې خوځښت ته یې وړاندې کړی و". د حماس ډلې همدارنګه ویلي چې منځګړي هیوادونه دې د جمهور رئیس بایډن پلان له مخې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک له مخې عملي شي او اسرائیل دې غاړه کیښودو ته اړه شي.

جمهور رئیس بایډن، چې په پیل کې یې پر غزې باندې د اسرائیل له برید څخه ملاتړ کوه خو اوس په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو غندنه کوي، د تیرې جولای میاشتې په ۳۱ مې یې د اوربند طرح خپره کړه.

ښاغلي بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزه کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې له ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه په شا شي او د حماس له خوا ځینې یرغمل شوي بیرته خوشې شي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل: "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه دده.“

خو د اسرائیل د حکومت دوو سخت دریځو وزیرانو وروسته خبرداری ورکړ که د ښاغلي بایډن دا پلان عملي شي، دوی به ائتلافي حکومت پریږدي.

بل پلو د اسرائیل صدراعظم ویلي و چې په غزې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره به خبرې د سره پیل کړي په ځانګړې توګه وروسته تر دې چې یوه ورځ وړاندې جمهور رئیس جو بایډن او د قطر او مصر مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې د دې خبرو بیا پيل کیدو غوښتنه وکړله.

نیتنیاهو په یوې اعلامیې کې ویلي، " د متحده ایالاتو او منځګړو د وړاندیز په تعقیق، اسرائیل به د اګست په ۱۵ مې مذاکراتي ټیم یو ځای ته چې لا ټاکل شوی ندی، چې د موافقتنامې د تطبیق کولو جزیات نهایي کړي".

سره لدې چې د اسرائیل صدراعظم پخوا هم د اوربند خبرو لپاره د خپل مذاکراتي ټیم استولو لپاره لیوالتیا ښودلې وه خو د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د اسرائیل د چارو کارپوه، نیمرود ګورین وویل چې د متحده ایالاتو لخوا تر فشار وروسته د اسرائیل مشر د خبرو لپاره خپل استازي استوي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د دې خبرو په بهیر کې "شرطونه بدلوي رابدلوي چې د اوربند د موافقې مخه ونیسي او ملامتي یې په حماس واچوي".

ښاغلي ګورین دا هم وویل چې د اسرائیل صدراعظم ښایي دا ځل هم عین کار وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG