د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د حماس دریځ نه دی بدل شوی


حماس په لومړي ځل په خپله تگلاره کې د ١٩٦٧ کال سرحدونو ته د بیرته گرځیدو هدف ټاکلی دی.
حماس په لومړي ځل په خپله تگلاره کې د ١٩٦٧ کال سرحدونو ته د بیرته گرځیدو هدف ټاکلی دی.

د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس د لومړي ځل د پاره د چهارشنبې په ورځ د امریکا د جمهور رئیس سره مخامخ گوري.

د محمودعباس سیالې ډلې، حماس د دوشنبې په ورځ د اسرایل په مقابل کې خپل دریځ نرم کړ چې غواړي په نړیوال ډګر کې د خپل اسلامي تحریک روابط ښه کړي.

د حماس ډله چې په ۱۹۸۷ کال کې جوړه شوې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا نه یې له اسرائیلو سره درې ځلې جګړه کړې ده.

ددی ډلې مشر خالد مشعل چې په تبعید کې ژوند کوي، د قطر په مرکز دوحه کې د حماس د ډلې نوې پالیسې اعلان کړه. پدې نوي دریځ کې په لومړي ځل د اسرایلو د له منځه وړلو ماده نشته.

د حماس مشر خالد مشعل وویل" مونږ به د فلسطین د خاورې له یو انچ نه تیر نه شو، دا مهمه نده چې تازه فشارونه به څه وي او یا نور به څومره اشغال ته دوام ورکړل شي. حماس هر ډول نظریه ردوي، مګر دا چې د خپلې خاورې بشپړه ازادي پکې اوسي".

مشعل وویل چې نوې تگلاره یې په گوند کې دننه له ډېرو بحثونو او غور وروسته چمتو شوې ده.

ښاغلي مشعل زیاته کړه "حماس د فلسطین دولت، د ۱۹۶۷ کال د جون د څلورمې نیټې پر بنیاد، خپلواک او کامل ګڼي چې مرکز به يي بیت المقدس وي".

ددی نوي دریځ له مخې د اخوان المسلمین د غیرقانوني ډلې سره يي پیوستون ختم اعلان کړ، خو د مصر سره ټینګې اړیکې غواړي او د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې په وخت کې د هغو سیمو په شمول د فلسطین هیواد منل غواړي چې د اسرایلو لخوا اشغال شوي دي.

د حماس په دریځ کې د بدلون په اړه د الاظهر پوهتون د سیاسي علومو استاد ډاکټر مخمر ابوسادا وایي چې اوس معلومیږي چې د ۱۹۸۸ کال موقف ته اوس په دریځ کې بدلون راغلی چې ویل به يي اسرایل ورانوي او یو اسلامي فلسطیني دولت جوړوي.

ډاکټر ابوسادا زیاتوي "اوسنۍ تګلاره چې د ۱۹۶۷ کال موافقو په چوکاټ کې یو هیواد مني او مرکز يي بیت المقدس وي، دا د حماس د ډلې لخوا لوی بدلون دی".

حماس په غزې تړانګه کې حاکمیت لري، او د منځلارې سیالې ډلې، فتح ګوند سره اختلاف لري.

بلخوا د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي ممکن په همدې میاست کې اسرائیل ته سفر وکړي او وایي هیڅ داسې دلیل نه ویني چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ دې سوله ونشي.

XS
SM
MD
LG