د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ: حماس نور یرغمل شوي اسرائيلیان هم پرېښودل 


اسرائيل او حماس د بندیانو د تبادلې توافق کړی دی
اسرائيل او حماس د بندیانو د تبادلې توافق کړی دی

د اسرائيل پوځ نن یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ پنځمه) اعلان وکړ چې ۱۴ نور اسرائلیان، درې تایلنډيان او یو روسی په غزې کې سره صلیب ته سپارل شوي دي.

د پوځ په اعلامیې کې راغلي، "د سره صلیب څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس، ۱۴ یرغمل شوي اسرائیلیان او څلور بهرني وګړي سره صلیب ته سپارل شوي."

د اسرائيل پوځ وايي چې ۱۳ پرېښودل شوي اسرائيلیان د اسرائيل قلمرو ته رسېدلي دي او څلور نور خوشې شوي بهرنيان به مصر ته ورسېږي.

په همدې حال کې قطر ویلي دي چې ۳۹ فلسطینیان د اسرائيل له زندان څخه ازاد شوي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي دي چې په خوشې شویو کسانو کې ۱۳ اسرائيلیان، یو روسی او درې تایلنډیان دي.

د اوربند له پیل راهېسې حماس ۲۶ اسرائیلیان او څلور تایلنډیان او اسرائيل باید ۷۸ فلسطینیان خوشې کړي. د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي‌دي چې یو څلور کلن ماشوم چې حماس یرغمل کړی و، پرېښودل شوی او اوس اسرائيل ته په لار دی.

نوموړي وویل چې د یرغمل شویو کسانو په اړه به نن د اسرايل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې. ولسمشر بایډن هیله وښوده چې د اسرائيل او حماس ترمنځ تړون،‌ چې د دوشنبې په ورځ ختمېږي، باید نور هم وغځول شي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل. اسرائیلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او دحماس ډلې ۲۴۰ تنه نور یرغمل نیولي دي.

د حماس د بریدونو په ځواب کې اسرائيل د حماس د ختمولو اعلان وکړ او په ځوابي بریدونو کې یې تر دې دمه په غزې کې د روغتیایي چارواکو په وینا ۱۴۸۰۰ فلسطینیان وژلي دي چې ۴۰ فیصد یې ماشومان دي. تر دې دمه کوم خپلواکې سرچېنې دا ارقام تائید کړي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG