د لاس رسي وړ اتصالات

حماس وایي ۱۰ برمته شوي کسان خوشې کوي


ویل کیږي چې لا هم د حماس سره شاوخوا ۷۰ تنه یرغمل دي خو معلومه چې څو تنه یې ژوندي دي.
ویل کیږي چې لا هم د حماس سره شاوخوا ۷۰ تنه یرغمل دي خو معلومه چې څو تنه یې ژوندي دي.

د حماس یو لوړ پوړي مشر سه شنبه فبروري ۱۸ ( سلواغې ۳۰) ویلي چې دا ډله به د څلورو برمته شویو کسانو مړي د پنجشنبې په ورځ او شپږ نور ژوندي اسرائیل ته وسپاري.

خلیل الحیه دا ناڅاپي اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د اسرائیل حکومت وویل د غزې تړانګې ته به د سیارو کورونو او تعمیراتي وسایلو لیږد ته اجازه ورکړي چې د پخوا راهیسې یې غوښتنه کیده.

شپږ ژوندي یرغمل شوي کسان چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ به اسرائیل ته وسپارل شي، په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ هغه اوربند موافقې له مخې تبادله کیږي چې موده یې د راتلونکې مارچ میاشتې په سر کې پای ته رسیږي.

ګمان دا دی چې لا هم د حماس ډلې سره شاوخوا ۷۰ تنه برمته دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومې په اسرائیل باندې په ناڅاپي برید کې یې د ځان سره وړي و خو دقیقه شمیر نده معلومه چې لدې کسانو به څو تنه یې لا هم ژوندي وي.

د روان اوربند پیل کیدو څخه تر دې دمه چې د متحده ایالاتو ، قطر او مصر په منځګړتوب شوی، د حماس ډلې ۲۴ برمته شوي کسان د څه باندې ۱۰۰۰ فلسطینیانو په بدل کې آزاد کړي.

اسرائیل او حماس د اوربند په دویم پړاو لا مذاکرات ندي پیل کړي. پدې پړاو کې ښایي د حماس ډله پاتې ټول برمته شوي کسان پدې شرط خوشې کړي چې په غزې کې بشپړ اوربند شي او ټول اسرائیلي ځواکونه لدې تړانګې ووځي.

خو اسرائیل لا هم پخپلې غوښتنې چې په غزې کې به د جګړې پای ته رسیدو وروسته د حماس ډله په سیاست او واک کولو کې برخه ونلري، ، ټینګ ولاړ دی او متحده ایالاتو یې هم د دې خبرې ملاتړ کړی.

حماس او اسرائیل د اوربند دویم پړاو باندې خبرو ته چمتوالی ښودلی. د اسرائیل صدراعظم په همدې هکله د سلا مشورو لپاره تیره اوونۍ متحده ایالاتو ته راغلی و چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ګډون یې د لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره وکتل.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د "متفاوتې غزې" جوړولو په نامه د ټرمپ پلان سره تعهد څرګند کړ او دا ژمنه یې هم وکړه چې د غزې په تړانګې کې د جګړې پای ته رسیدلو وروسته به پدې سیمې کې نه یوازې حماس بلکې د فلسطین اداره هم پکې نقش ونلري.

سره لدې چې متحده ایالاتو ویلي د غزې په باره کې د عربي هیوادونو وړاندیزونو ته سترګې په لار دي خو د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د اوس لپاره یوازې د جمهور رئیس ټرمپ پلان موجود دی.

د سعودي عربستان یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې د همدې روانې اوونۍ په پای کې یوه غونډه جوړه شي چې د سیمې هیوادونه به پکې برخه ولري او د جمهور رئیس ټرمپ د پلان په بدیل به وغږیږي.

ټاکل شوې چې د جمعې ورځې دې غونډې کې به د سعودي عربستان ، عربي متحده اماراتو، بحرین، عمان، قطر او مصر استازي برخه ولري.

د حماس ډلې تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل تر بل امر پورې ځنډوي او په اسرائیل یې د اوربند شرایطو څخه د سرغړنې تور لګولی و. دې تړانګې ته د سیارو کورونو نه پریښودل، یوه سرغړونه وه چې حماس یې یادونه کوله.

خو د اسرائیل یو حکومتي چارواکي وویل چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو د برمته شویو کسانو خوشې کیدو چارو چټکوالي لپاره اجازه ورکړې چې غزې ته دا سیار کورونه ولیږدول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG