د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستانه د امریکا په بیړه وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي – ډنفورډ


د افغانستان د مطالعې ډله وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په بیړه وتل، په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې احتمال زیات کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو پخواني لوی درستیز او د افغانستان د مطالعې ډلې د رئیسه پلاوي غړي جنرال جوزف ډنفورډ د چهارشنبې په ورځ فبروري درېیمه (سلواغه ۱۵) افغانستان د یو "ماتېدونکي دولت" څېښتن وباله او وې ویل چې د سولې مذاکراتو په سوله‌ییزه توګه په افغانستان کې د جګړې د پاي ته رسولو لپاره یو ریښتینی فرصت برابر کړی دی.

خو ښاغلي ډنفورډ خبرداری ورکړ چې په دې برخه کې بیړني اقدامات به په افغانستان کې د نظم د له منځه تللو، په سیمه کې د "منفي پایلو" او د متحده ایالاتو په وړاندې د ګواښونو د زیاتوالي لامل شي.

د افغانستان د مطالعې ډله د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د متحده ایالاتو د کانګرس له خوا جوړه شوې ترڅو د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا د پالیسي لپاره وړاندیزونه وکړي. دغې ډلې د ۲۰۲۰ په اپریل کې کار پیل کړ او د چهارشنبې په ورځ یې خپل راپور چې په کې د افغانستان د سولې په تړاو وړاندیزونه شامل دي خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان د سولې په مذاکرتو کې د "منلو وړ نتیجې" ته د رسېدلو لپاره باید د سولې بهیر ته زیات وخت ورکړل شي او د دې کار لپاره باید د مې تر میاشتې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ضرب‌العجل د تمدیدولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل شي.

د جوبایډن په مشرۍ د متحده ایالاتو حکومت هم ویلي چې له طالبانو سره د امریکا تړون، چې د ډونالډ ټرمټ د حکومت پر مهال د ۲۰۲۰ په فبروري کې لاسلیک شوی دی، څیړي ترڅو ولیدل شي چې په دغه تړون کې طالبانو په خپلو ژمنو عمل کړی او که نه.

خو طالبانو خبرداری ورکړی که د دغه تړن په اساس بهرني ځواکونه د روان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه و نه وځي په دغه هېواد کې به د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د مطالعې د ډلې راپور کې دغه راز راغلي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور اساسي موخه دا ده ترڅو د سولې د منلو وړ توافق لپاره زمینه برابره شي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید د طالبانو د بریالي کېدو لامل نشي.

له دې وړاندې جرمني هم ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید د سولې په خبرو کې د پرمختګ او موفقیت پورې تړلې وي.

د افغانستان د مطالعې ډلې دغه راز ویلي چې طالبانو له امریکا سره په تړون کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د دوحې د تړون په اساس طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو، له تروریستي ډلو په ځانګړي ډول القاعدې سره د اړیکو پرې کولو او له افغان حکومت سره د مذاکراتو ژمنه کړې ده.

د امریکا او ناټو چارواکو په وینا طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړي او په افغانستان کې یې تاوتریخوالی زیات کړی دی. همداشان دغو چارواکو ویلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د افغانستان د مطالعې د ډلې په راپور کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه شوې چې په "ښه نیت" د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG