د لاس رسي وړ اتصالات

د انرژي شربتونو د زیانونو په اړه څومره پوهیږئ؟


انرژي تولیدونکي شربتونه
انرژي تولیدونکي شربتونه

انرژي لرونکي شربتونه تل په اعلانونو کې داسې پیژندل شوي چې ګواکې د انرژۍ په زیاتولو سره بدني او رواني حالت ښه کوي.

ددغو شربتونو نه په ټوله نړۍ کې په پراخه اندازه ګټه کیږي او د امریکا د روغتیا د انستیتوت د شمیرو له مخې مصرفونکي یې اکثر د ١٨ او ٣۴ کلونو ترمنځ ځوانان دي.

خو د علمي څیړنو موندنو ښودلي چې دغه شربتونه کولای شي په روغتیا باندې ډیرې بدې اغیزې ولري او ډیر امکان شته چې دغه انرژۍ د نورو په پرتله کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ته ډير زیان ورسوي.

د امریکا د زړه ناروغیو د انجمن په ژورنال کې د خپرې شوې یوې څیړنې نتیجې ښیي چې په انرژۍ تولیدونکو شربتونو کې په زیاته اندازه د کافیین شتون کیدای شي د زړه او رگنو جدي ستونزې رامنځ ته کړي چې د زړه د ضربان زیاتیدل او د وینې د فشار لوړیدل په کې شامل دي او همداشان حتی د قلبي سکتې سبب کیدای شي.

د هغو اعلانونو برخلاف چې انرژي زیږونکي شربتونه د بدن او روح ارامونکي گڼي، ددغو شربتونو زیات او دوامداره مصرف د اندیښنې او اضطراب د زیاتیدو، د بې خوبۍ، د هاضمې د جهاز د مشکلاتو او په بدن کې د مایعاتو د کمیدو سبب کیږي.

د امریکا د مایو کلینیک له خوا ترسره شوې څیړنه پدې پوهیدلې چې حتی په متوسطه اندازه د انرژي تولیدونکو شربتونو څښاک په بدن کې د سترس تولیدونکو هورمونونو د زیاتیدو سبب کیږي.

یو بله څیړنه د امریکا د پوځیانو له خوا شوې چې په ورځ کې د دوو یا زیاتو انرژي تولیدونکو شربتونو څښل یې د رواني مشکلاتو او غوسې د رامنځ ته کیدو سره اړوند گڼلي دي.

د انرژۍ نیم لیتر شربت له ٥۴ نه تر ٦٢ گرامه پورې اضافي قندي مواد لري چې دغه د بورې تر ټولو لوړه اندازه ده چې یو شخص یې باید په ٢۴ ساعتونو کې مصرف کړي. په دوامداره توگه ددغو شربتونو څښل کیدای شي یو شخص د شکرې په ناروغۍ اخته کړي.

اکثره انرژي تولیدونکي شربتونه د زیات کافیین او قند د لرلو په وجه په بدن کې په موقتي توگه ستړیا ځنډوي او بیرته قوت رامنځ ته کوي، خو هیڅکله په بشپړه توگه ستړیا له منځه نه وړي.

متخصصین وایي چې ښایي نور مرکبات هم پدغو شربتونو کې وي چې بدن ته مضر دي. د هغو په اند ددغو شربتونو نه د استفادې زیانونه هغه وخت دوه چنده کیږي چې د الکولو سره یوځای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې انرژي تولیدونکي شربتونه "ښایي عامې روغتیا په ځانگړې توگه د ځوانانو سلامتۍ ته جدي خطر متوجه کړي".

خو د انرژۍ لرونکو شربتونو تولیدونکي شرکتونه پدې ټینگار کوي چې ددغو شربتونو زیات محتویات په ورځنیو خوراکونو کې شته او ددغو محصولاتو څښاک کوم ضرر نلري.

په کال ۲۰۱۴ کې ټوله نړۍ کې د ۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت انرژي لرونکي شربتونه خرڅ شوي و. ددغو شربتونو د څښاک په زیاتیدو سره اټکل کیږي چې تر ٢٠٢٥ کال پورې یې خرڅلاو د ٨٠ میلیارد ډالرو څخه واوړي.

XS
SM
MD
LG