څو علمي څیړنې په دوو تیرو لسیزو کې د کباب او یا سرې وریتې شوې غوښې د خوړلو او د سرطان ناروغۍ ترمنځ د ارتباط په اړه په مهمو ټکو پوهیدلي دي.
د امریکا د تنیسي ایالت د واندربلت پوهنتون په ٢٠١٠ کال کې د سرطان ناروغۍ او د کباب شوې غوښې په هکله یوه څیړنه کړې وه او دې نتیجې ته رسیدلي چې د زیات کباب خوړل په بدن کې د سرطان تولیدونکو هتروسایکلیک امین مرکباتو (HCAs) د زیاتیدو په دلیل په سرطان باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي.
د یوې علمي څیړنې د موندنو پر بنسټ چې په ٢٠١١ کال کې د کیمیاوي څیړنو او سرطان پیژندنې په ژورنال کې خپره شوې، هتروسایکلیک امین، په سره غوښه او په لږه اندازه د چرگ او کب په غوښه کې موجود دي.
په غوښه کې نور سرطان تولیدونکي مواد اروماتیک پولیسایکلیک هایدروکاربنونه (PAHs) دي. د امریکا د سرطان ملي انستیتیوت د خپلو موندنو په خپرولو ویلي دي چې PAHs د غوښې سره د سکرو د دود د تماس او په اور باندې په غوښه کې د موجودو غوړو او اوبو له پخیدو نه تولیدیږي.
که څه هم چې بدن ددغو دوو سرطان زیږونکو مادوو د تخریب او ټوټه ټوټه کولو قدرت لري خو د هغه عملي څیړنې په بنسټ چې د امریکا د مینه سوتا پوهنتون کې شوې هغه اجزاوی چې ددغو دوو مادو له ټوټه کیدو نه تولیدیږي د ډی ان آی (DNA) د له منځه تللو او په پای کې د سرطاني حجرو د ودې سبب کیږي.
خو د غوښې نوعیت، د پخولو بڼه، د حرارت درجه او هغه موده چې غوښه په اور پښیږي کولای شي په کباب کې ددغو دوو سرطان زیږدونکو مادو اندازه زیاته یا کمه کړي. پدې مفهوم هرڅومره چې غوښه د زیات وخت لپاره او په زیات حرارت وریته شي په هماغه اندازه په کې مضر مواد زیاتیږي.
له بلې خوا د کباب اندازه او د مصرف وخت هم بله د پاملرنې وړ موضوع ده. د امریکا د سرطان د ملي انسیتیتوت څیړنو ښودلې چې که یو شخص څو کاله په پرله پسې توگه هغه هم په اونۍ کې لږ تر لږه دوه یا درې ځله په سکرو وریت شوی کباب خوري په سرطان باندې د اخته کیدو خطر یې زیاتیږي.
که د کباب تر څنگ گاز لرونکي شربتونه او شیرنۍ هم په دسترخوان موجود وي، انسان ته ښایي نور زیان هم متوجه کړي. ځکه د علمي موندنو له مخې گاز لرونکي شربتونه او شیرنۍ د چاغۍ سبب کیږي او چاغي پخپله په سرطان ناروغۍ باندې د اخته کیدو یو عامل دی.
په هر صورت هغو څیړونکو چې د کباب او سرطان ناروغۍ ترمنځ د ارتباط په هکله تحقیق کړی د کباب زیات او پرله پسې خوړل منع کوي او ددغې مزه دارې غذا په خوړولو کې د اعتدال سپارښتنه کوي.