د اپینو د حاصل را ټولول بیلا بیلې مرحلې لري او په هره برخه کې د کروندگرو تر جدي څار لاندي وي. خو د تریاکو د دغه کروندګر د دوهم نېښ ټوله خواري د موسمي باران اوبو وړې ده.
د تریاکو د حاصل د راټولو په لومړی مرحله کې نېښ وهل کیږي په دوهم پړاو کې يې د تریاکو په غوزه کې د ۱۲ ساعتونو لپاره تریاک د ټولیدو لپاره پرېښودل کیږي تر څو شیده کلک شي.
خو د کندهار د خاکریز ولسوالۍ کروندګر وايي تر نېښ وهلو وروسته يې د تریاکو حاصل لا په بوټو کې وو چې سخت باران وشو او اپین یې له غوزو ومینځل.
خیرمحمد د تریاکو یو بل کروندګر وايې چې نوري ورځي به يې له خپل پټي څخه څلور کیلو تریاک حاصل را ټولولو، خو وروستي باران دا کچه یوازي نیم کیلو ته را رسولې ده.
د تریاکو جنجالي کښت او د ګروندګرو ټيټ اقتصاد ته په پاملرنې زیاتره کروندګر پدې باور دي چې که په بنیادي ډول يې د ستونزو حل ته پاملرنه وشي ممکن ډیر شمیر ځمکه وال د تریاکو له کښت څخه لاس واخلي.