د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته په سکالرشیپ تللي افغان محصلین: د لګښتونو پیسې یې نه دي راکړې


په پاکستان کې هغه افغان محصلين چې د علامه اقبال سکالرشپ له لارې د لوړو زده کړو لپاره پاکستان ته تللي، وايي له تیرو څه باندې شپږو مياشتو راهیسې یې د جیب خرڅ او نورو لګښتونو پیسې ندي ورکړل شوي او له کبله یې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د ۲۰۱۸ کال راهيسې د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون کمېشن (ايچ اي سي) په دوو پړاونو کې افغان محصلينو ته د “علامه محمد اقبال “ په نوم سکالرشپونه ورکړي و چې له مخې يې دا مهال ۳۰۰۰ افغانان په پاکستان کې په بيلابيلو څانګو کې د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کوي. خو دا محصلین وايي، د بورس په نغدي امکاناتو کې ځنډ او کموالي دوی ته ستونزې ډيرې کړې دي.

افغان محصل نقيب الله عزت چې په دې سکالرشیپ پاکستان ته تللی، وايي: "نهه مياشتې کيږي چې مونږ ته پيسې ندي راکړل شوي، مونږ پخپلو لګښتونو دلته يو، مونږ سره ګونګې ژمنې کيږي چې نن يې حواله کوو ،سبا يې حواله کؤو. خو اوسه پورې حواله شوي ندي."

هديه توبا چې د علامه اقبال سکالرشیپ له لارې په پاکستان کې زده کړې کوي وايي، د دې بورس پيسې تر اوسه هيچا ته نه دي ورکړل شوي.

هدیه وايي: "تاسو پوهيږئ چې په کوم بل هيواد کې چې تاسو اوسيږئ، دلته ډير لګښتونه لري. د بورس پيسې چې موږ ته ويل شوي وو چې موږ ته به يې راکوي، تر دې دمه يې ندي راکړي."

یو بل محصل عبدالله شريفي وايي: "مونږ ته هر کال ۱۳۰ زره روپۍ راکړل کيدې خو اوس موږ ته ۹۰ زره راکړل شوي ، نو زموږ د بورس پيسې هم ورځ تر بلې کميږي."

دغه افغان محصلين چې له خپلو کورنيو څخه لرې په ليليو کې شپې سبا کوي، د يادې بورسيې د تنظیموونکو څخه ګيله من دي، وايي د داسې سکالرشپ اړتيا بيا څه ده چې پکې پخپلو لګښتونو دلته پاتې دي.

د دې سکالرشپ د لیسانس د کال لګښت ۲۳۸ زره کلدارې، د ماسټرۍ ۲۴۲ زره کلدارې او د دوکتورا لګښت ۵۶۵ زره کلدارې کیږي چې پکې د پوهنتون او لیلیې فیس، د کتابونو لګښت او جېب خرڅ شامل دی.

د عبد المهیمن سروري په نوم بل افغان محصل وايي، اوريدلي یې دي چې۶۰ زره کلدارې د ايچ اي سي لخوا راليږل شوي دي خو دوی ته لا تر اوسه ندي رسېدلي.

هغه زیاته کړه: "د ۶۰ زره کلدارو له جملې څخه ۲۰ زره کلدارې د ليليې لپاره دي چېرته چې مونږ ته هيڅ اسانتياوې نشته، ځکه مونږ خپله پخلى کوو."

سروري وايي، دتيرو کلونو محصلينو ته د دريو لکو نه زياتې پيسې ورکول کيدې خو اوس کمې شويدي.

امريکا غږ د دې پروژې له مشر جهانزيب خان سره پر لپسې د خبرو هڅه وکړه خو د هغه له اړخه ځواب ترلاسه نه شو.

XS
SM
MD
LG