د لاس رسي وړ اتصالات

عمر ځواک: د هلمند په باباجي‌ کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي


د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې په باباجي سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په پيل شویو عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال طالبان او یو تن هم د ملي پوځ سرتېری وژل شوی.

ګډو افغان ځواکونو د لښکرګاه ښار او نادعلي ولسوالۍ ترمنځ د پرتو سیمو د امنیت لپاره پراخ پوځي عملیات تېره شپه پيل کړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د چهارشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۱۴مه» اشنا راډیو ته وويل چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نادعلي ولسوالۍ د شنې جامع، چانجیر، آب پاشک ،ناقل اباد او لوی مانده سیمې په بشپړه توګه د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکې شوي دي.

دی زیاته وي چې په یادو سیمو کې د امنیتي قواوو ګډي امنیتي پوستې هم ځای پر ځای شوي دي.

عمر ځواک
عمر ځواک

څواک وويل:"په عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال او یو د ملي پوځ سرتېری وژل شوی، په دې عملیاتو کې چې تېره شپه پيل شوي عمده موخه د باباجي د سیمې امنیت دی چې هم د لښکرګاه ښار او هم د نادعلي ولسوالۍ د امنیت لپاره ارزښت لري، سیمه ییز خلګ هم د امنیتي قواوو سره همکار دي او پيل شوي عملیات چې د پوځ پوليسو او ملي امنیت قواوو پکې برخه لري تر هغو به دوام ولري چې د باباجي سیمه په بشپړه توګه تصفیه کېږي."

یاد چارواکي وايي، چې د دغو پوځي عملیاتو اساسي موخه د د لښکرګاه ښار په شمالي برخه کې د ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند باباجي سیمه ده چې له تېرو ۲ کالو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه وتلې ده.

له یادي سیمې څخه د ګرښک او لښکرګاه لار هم تېره شوې چې د ناامنیو له کبله یاده لار هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې.

دغه پوځي عملیات تېره شپه پیل شوي دي
دغه پوځي عملیات تېره شپه پیل شوي دي

د هلمند د والي ویاند زیاته وي چې ولایتي اداره د باباجي په سیمه کې د امنیت را وستلو ته ډېر پاملرنه لري.

په یاده سیمه کې څو ځله د سرحدي پوليسو او ملي اوردو پر مرکزونو باندي موټر بم ځان وژونکې بریدونه هم شوي چې د لښکرګاه ښار ته لوی ګواښ بلل کېده.

تېره اونۍ په یاده سیمه کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې ۱۶ تنه ملکي کسان وژل شوي وو.

خپله وسله والو طالبانو تر اوسه د باباجي د عملیاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG