د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د ولسي حرکت غړي مزارشریف ښار ته ورسیدل


د سولې ولسي حرکت د زمري په ۱۹ مه له کابل څخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته روان شوي وو.
د سولې ولسي حرکت د زمري په ۱۹ مه له کابل څخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته روان شوي وو.

د سولې د ولسي حرکت غړي د کابل څخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته د ۳۶ ورځو په پلي او په لوڅو پښو مزل وروسته نن د جمعې په ورځ (وږي ۲۳ مه) دغه ښار ته ورسیدل.

د سولې د ولسي حرکت شاوخوا پنځوس غړو د زمري په ۱۹ مه له کابل څخه مزارشریف ته مزل پیل کړی وو، خو د دغه حرکت غړو مزارشریف ښار ته په لارد بغلان د ولایت له مرکز پلخمري څخه د کندز ولایت مرکزته هم یو لنډ سفر کړی وو.

د سولي د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن د مزارشریف په ښار کې د فردوسي په سیمه او روضې په جومات کې د بلخ ولایت د یو شمیر اوسیدونکو سره غونډې لري.

ښاغلي وطندوست وویل " مونږ د مزارشریف اړوند سیمو ته څلور ورځې کیږي، چې داخل شوي یو، دا چې مونږ هره ورځ لس کیلو متره تګ کوه، نو نن د مزارشریف ښار ته داخل شوي یو".

د سولې ولسي حرکت غړو د وږي په اتمه د بغلان ولایت د ډنډ غوري په ولسوالۍ کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو ته هم د تللو نیت درلود، خو د ښاغلي وطندوست پر وینا وسله والو طالبانو یې مخه ونیوله او د حرکت د غړو د سپکاوي وروسته یې دحرکت غړي بیرته پلخمر ي ته ستنیدلو ته اړ کړل.

بسم الله وطندوست له کابل څخه تر مزارشریف پورې د پلي او د ولسی حرکت د یو شمیر غړو د څلو پښو سفر په باب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغې ۴۳۰ کیلو مترې اوږدې لارې تر ټولو ستړی او سخت سفر د سالنګ د لارې سفر وو، چې په ترڅ کې یې د حرکت یو شمیر غړي ناروغ او روغتون کې بستر کولو ته هم اړ شول.

ښاغلي وطندوست وویل " د سالنګ د تونل له سیمې، چې راتیریدلو هلته سخت یخ وو، یوه ورځ مو څوارلس نیم ساعته مزل وکړ، شاوخوا پنځوس کیلو متره مونږ مخ ته راغلو، دا چې په سالنګ کې یخ وو، د سالنګ دیخوا ته تر خنجان پورې سړک ډیر وران وو، ډمبر نه وو، ډبرې وې شګې وې او غرنۍ سیمې وې، نو یو تن د غزني اوسیدونکی ادم خان اکا هغه پر لار باندې پریوته او ترڅنګ شپږ نور ملګري، چې پښې یې ډیرې ژوبلې وې هغوی تر روغتون پورې ورسیدل".

د سولې د ولسي حرکت ویاند وایي، تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې دوی به څو ورځې په بلخ ولایت کې پاتې شي.

دمخه د دغه حرکت غړو ویلي وو، چې له بلخ څخه په موټرو کې د هرات ولایت ته ځي.

د سولې د ولسي حرکت غړي د خپل حرکت هدف په افغانستان کې د جګړې سره د مخالفت او د سولې لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کول ښيي.

د دغه حرکت غړي وايي، د کومې ورځې یې، چې د هلمند د ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د کابل په لور پلی مزل پیل کړی د بلخ ولایت پورې یې په زرګونو خلکو سره کتلي او له هغوی یې په افغانستان کې د جګړې د پاې ته رسیدلو په برخه کې اواز د اوچتولو غوښتنه کړې ده، چې خلکو هم د دوی د سولې له حرکت څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د هلمند د سولې دغه حرکت غړو دروان لمریز کال د غوایي په ۲۳ مه د هلمند د ولایت د مرکز لښکرګاه له ښار څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی وو، چې د خپل پیل کړي مزل پر ۳۷ مه ورځ کابل ته رسیدلي وو.

د سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د خپلې ایسارتیا پرمهال د امریکا، برتانیا، روسیې، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، اسلامي هیوادونو سازمان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ پر وړاندې پرلت ته کښناستل او د لیکونو له لارې یې دغو هیوادونو چارواکو ته د خپل حرکت غوښتنې او وړاندیزونه وسپارل.

پخپله جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې ولسي حرکت غړو سره د لیدنې لپاره د کابل ښار په چمن حضوري کې د دغه د حرکت خیمې ته ورغلی وو.

خو وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو اعلامیو کې د سولې دغسې حرکتونه د امریکا د پروګرامونو او پروژو یوه برخه ګڼلې او د هلمند د سولې ولسي حرکت غوښتنې یې هم ردې کړي دي.

XS
SM
MD
LG