د لاس رسي وړ اتصالات

سولې ولسي حرکت: طالبانو په بغلان کې زمونږ سپکاوی کړی


د سولې ولسي حرکت غړو د زمري په ۱۹ مه له کابل څخه مزارشریف ته پلی حرکت پیل کړی دي.
د سولې ولسي حرکت غړو د زمري په ۱۹ مه له کابل څخه مزارشریف ته پلی حرکت پیل کړی دي.

د سولې د ولسي حرکت غړي وایي، چې تیره ورځ ( وږي ۸ مه) وسله والو طالبانو د بغلان ولایت د "ډنډ غوري" په ولسوالۍ کې د دغه حرکت د غړو سپکاوی کړی او هغوی یې تر خپل نفوذ لاندې سیمو ته ننوتلو نه دي پریښې.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست امریکا غږ اشنا راډيو ته په یو استولې غږیز پیغام کې په ټولنیزو رسنیو کې هغه خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي، چې په کې د طالبانو له خوا د دغه حرکت د غړو د وهلو او ډبولو خبرونه ورکړل شوي وو.

ښاغلي وطندوست ویلي " هغه خبرونه، چې په رسنیو کې خپاره شوي، چې ګواکې طالبانو مونږ وهلي یوو، دا خبرونه درواغ دي، وهلي یې نه یوو، خو سپکاوی شوی دی".

ښاغلي وطندوست ویلي، چې د پنجشنبې په ماسپښین د حرکت غړو پریکړه وکړه، چې د طالبانو د مشرانو سره په یو لړ مسلو د خبرو لپاره د بغلان د ولایت د ډنډ غوري په ولسوالۍ کې د دغې ډلې ترنفوذ لاندې سیمو ته ورشي.

هغه وویل، چې کله چې د حرکت غړي د نیازالله سیمې ته ورسیدل یو طالب وسله وال یې مخه ونیوله او د ولسي حرکت له غړو یې وغوښتل چې بیرته په شا وګرځي، خو دوی لا هم خپل حرکت ته دوام ورکړ، چې بیا د عطاخیلو په سیمه کې د طالبانو یو شل کسیزې ډلې یې مخه ونیوله او دوی پرینښودل چې مخ ته لاړ شي.

بسم الله وطندوست وايي د طالب وسله والو دوی ته ښکنځل وکړل ویل یې، چې د سولې ولسي حرکت د جنرال جان نیکلسن پروژه ده.

ښاغلي وطندوست وویل " ورته مو وویل، چې مونږ د همدې په خاطر راغلي یو، که چیرې دا د امریکا پزوژه ده یا د نیکلسن پروژه او یا هم د کوم بل هیواد پروژه ده، مونږ راغلي یو، چې تاسو مونږ محاکمه کړئ".

د سولې د ولسي حرکت ویاند وویل، چې د دې لپاره، چې خبره تشدد ته ونه رسیږي دوی پریکړه وکړه، چې بیرته د بغلان مرکز پلخمري ښار ته ساتنه شي.

هغه وویل دوی به د پلخمري له دوسرکې په موټرو کې نن د جمعې په ورځ (وږي ۹ مه) کندز مرکز ته لاړ شي، هلته به د ښار په مرکزي جومات کې د خلکو سره غونډه وکړي او بیا له غونډې وروسته بیرته په موتړو کې د پلخمري دوسرکې ته ستانه او له دغه ځایه به بیرته مزارشریف ته په پښو خپل مزل له سره پیل کړي.

د سولې ولسي حرکت په کابل کې د ۵۳ ورځو تیرولو وروسته زمري ۱۹ مه له کابل څخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښارته پرلوڅو پښو پلی مزل پیل کړی دي.

د کابل څخه تر مزارشریف پورې دا لار شاوخوا ۴۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، مزارشریف ښار ته پر لوڅو پښو د مزل هدف یې په افغانستان کې سولې ټینګیدو ته د خلکو ملاتړ جلبول دي.

د حرکت غړي وايي د همدې لپاره د لارې په اوږدو کې دوی د خلکو سره غونډې کوي اوخلک د سولې ملاتړ ته هڅوي.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، بلخ ولایت مرکز ته له رسیدلو او هلته د یوې مودې لپاره د تم کیدو وروسته به له هغه ځایه د هرات ولایت ته لاړ شي.

د هلمند د سولې دغه حرکت غړو دروان لمریز کال د غوایي په ۲۳ مه د هلمند د ولایت د مرکز لښکرګاه له ښار څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی وو، چې د خپل پیل کړي مزل پر ۳۷ مه ورځ کابل ته رسیدلي وو.

د سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د خپلې ایسارتیا پرمهال د امریکا، برتانیا، روسیې، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، اسلامي هیوادونو سازمان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ پر وړاندې پرلت ته کښناستل او د لیکونو له لارې یې دغو هیوادونو چارواکو ته د خپل حرکت غوښتنې او وړاندیزونه وسپارل.

افغان حکومت وايي، د سولې د ولسي حرکت له هڅو ملاتړ کوي.

پخپله جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې ولسي حرکت غړو سره د لیدنې لپاره د کابل ښار په چمن حضوري کې د دغه د حرکت خیمې ته ورغلی وو او د حرکت غړو سره یې د سولې پر مسله خبرې کړې وې.

خو وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو اعلامیو کې د سولې دغسې حرکتونه د امریکا د پروګرامونو او پروژو یوه برخه ګڼلې او د هلمند د سولې ولسي حرکت غوښتنې یې هم ردې کړي دي.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، وسله والو طالبانو سره د خبرو او سولې ته د هغوی د هڅولو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی، چې د دغه کمیسیون غړي به په ولایتونو کې د طالبانو له قومندانانو سره اړیکې ونیسي او هغوی به سولې څخه ملاتړ ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG