د هلمند په ولایت کې یو کم شمېر ښځینه پولیسو ته امر شوی دی چې بیرته خپلو وظیفو ته ستنې شي.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکو ددغو ښځینه پولیسو شمېر ۱۵ تنه ښودلی دی.
دوی په داسې حال کې چې له سره تر پښو په تورو څادرونو کې پټې دي له خپلو چارواکو کاري مسئولیتونه اخلي.
د ښځینه پولیسو مامورې طلا ګل وویل: "[طالبانو]موږ ته ویلي دي خپل عزت وساتئ لکه زموږ عزت چې ساتئ او خپل حجابونه وکړئ، مانا په حجاب کې ځئ او راځئ."
په لښکرګاه کې ښځینه پولیسو نږدې دوه میاشتې مخکې خپلې دندې پیل کړیدي. دوی وايي چې پخوا به ډیرې د ویرې په حال کې کار ته راتلې. خو اوس هغه تشویش نشته.
قندي ګل په تېر نظام کې درې کاله وظیفه ترسره کړې وه.
هغې وویل چي هغه مهال پولیسې هدف ګرځېدې، وژل کېدې او دوی نه پوهېدلې چې تر شا یې د چا لاس وو او نه یې په اړه څوک نیول کېدل.
په تېر نظام کې ښځینه پولیسې د دولت د مخالفینو دپاره یو اسانه هدف بلل کیده. یوازې د هلمند په ولایت کې ۱۲ پولیسې په تیرو شلو کلونو کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
له هغې جملې څخه یوه هم نګار وه چې په ۲۰۱۳ کال کې د خپل کور مخې ته د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې ووژل شوه.
د نګار زوی حمید خان وايې، مور به یې تل د سولې دپاره دعا کوله او په همدې ارمان مړه شوه.
اوس د هلمند د پولیسو مشر وايي، دوی تر خپله وسه هڅه کوي چې ښځینه پولیسو ته خوندي کاري چاپيریال برابر کړي.
عبدالاحد فضلي، وايي دا مهال د اړتیا له مخې ۱۵ ښځینه پولیسې په کار ګمارل شوي او په پام کې لري چې په راتلونکي کې ددغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پولیسې وګماري.
دا وخت په هلمند کې ښځینه پولیسې د نارینه مامورینو سره یو ځای وظیفه کوي او د ښځو د تلاشیو مسئولیت ورته سپارل شوی دی.
د پولیسو سرتیري محب الله وویل: "په تېر نظام کې امریکایان چې و، هغو به ښځې تلاشي کولې. موږ ته شریعت دا اجازه نه راکوي. که موږ سره خوندې راسره وي، هغوی به راسره د ضرورت په وخت کې همکاري کوي".
تر ۲۰۲۰ کال پورې نږدې ۴۰۰۰ ښځینه پولیسو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې دندې ترسره کولې.
خو د طالبانو د واکمنېدو نه پس زیاترو ښځینه پولیسو خپلې دندې خوشې کړیدي او یا د طالبانو له وېرې پټ ژوند کولو ته مجبوره شوي دي.