د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا:طالبانو مخالفت سره سره د سولې خبرو د پیل تمه لرو


د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکو له دې وړانډې هم د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه هیله ښودلې وه.
د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکو له دې وړانډې هم د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه هیله ښودلې وه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وايي، چې په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیل لپاره شرایط برابر شوي او دې هیله لري، چې طالبان به د سولې د ټینګیدو په اړه د خلکو غږ واوري او د سولې خبرو ته به چمتو شي.

ښاغلي خپلواک د طالبانو د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا افغان حکومت سره د سولې د خبرو د پیل په اړه د یوې اعلامیې د خپریدو وروسته امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبان حق لري، چې دا ډول څرګندونې وکړي، خو هغوی باید د ملت د سولې غږ واوري.

ښاغلي خپلواک وویل " هغه څه مې، چې پرون ویلي وو، نن یې هم وایم، چې هیله لرو، ټول شرایط برابر شوي، ملت چمتو دی، خلک چمتو دي، دیني عالمان چمتو دي، طالبان باید د ملت اواز واوري او سولې ته چمتوالی وښيي".

ښاغلي خپلواک وویل، دا چې طالبانو اعلامیه ورکړې، دا یې حق دی، خو هیله دا ده، چې طالبان دغو مسایلو ته په مثبت ډول وویني.

خو طالبانو افغان حکومت سره د سولې د خبرو پیل په اړه راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې د افغان حکومت د استازو سره د دغې ډلې د استازو د پیلیدونکو خبرو په اړه د سولې د علي شورا د چارواکو څرګندونې ناسمې بللي دي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د افغان حکومت بیلابیل ارګانونه او افراد غواړي په داسې آوازو سره اذهان مغشوش کړي.

د طالبانو دغه ویاند ویلي، چې دا ډله، د مذاکراتو په اړه څرګنده پالیسي لري چې له وړاندې اعلان شوې ده.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویل شوي "اساسي مسئله له اشغالګرو سره د اشغال په سر ستونزه ده چې د ټولو ستونزو مور بلل کیږي. اشغال غوندې په مهمه او کاملا بهرنۍ مسئله باندې له بې اختیاره جهتونه سره خبرې بې ګټې دي".

د سولې شورا چارواکي وايي، چې په نږدې راتلوونکي کې به د افغانستان د سولې په مسله په سیمه ییزه کچه د خبرو ترڅنګ په نړیواله کچه هم د افغان حکومت او نړیوالو ادارو ترمنځ خبرې وشي.

افغان حکومت تمه لري، چې په نږدې ورځو کې په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په جوړیدونکي غونډه کې به په افغانستان کې د سولې په مسله هم خبرې وشي.

طالبانو د دیني عالمانو غوڼدو ته په غبرګون کې یو ځل بیا د دغې ډلېیوه پخوانې اعلامیه خپره کړې، چې په کې د افغانستان د سولې په اړه د دیني عالمانو غونډې د طالبانو د ډلې د کمزورولو لپاره د امریکا د توطیې یوه برخه ګڼل شوې ده.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې یو ځل بیا د دیني عالمانو غوښتي، چې په دغسې غونډو کې برخه وانخلي.

XS
SM
MD
LG