د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا: له خبرو مخکې شرطونه کړکیچ اوږدوي


د پګواش نړیوالې موسسې دشنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه کنفرانس جوړ کړی.
د پګواش نړیوالې موسسې دشنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه کنفرانس جوړ کړی.

د پګواش نړیوالې کاناډايي موسسې د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو د لارو چارو د لټولو لپاره د شنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د یو دوه ورځني کنفرانس بندوبست کړی دی، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو استازو د پګواش غونډې ته په وینا کې د سولې د خبرو د پیل لپاره د یو لړ مقدماتي اقداماتو غوښتنه کړې، چې ورکې دغې ډلې ته د رسمي آدرس ورکول، د ملګرو ملتونو له لېست څخه د طالبانو د چارواکو د نومونو ایستل، د هغوی د بندیانو خوشې کیدل او د دغې ډلې په خلاف د تبلیغاتو بندیدل شامل دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد وايي، د سولې د خبرو له پیل مخکې د ښکیلو غاړو لخوا د هر ډول شرطونو اېښودل به په افغانستان کې د کړکیچ د دوام لامل وګرځي.

ښاغلي مجاهد وویل "د طالبانو اسلامي تحریک که هره غوښتنه کوي، هغه باید د مذاکراتو په میز باندې مطرح شي او د افغانستان حکومت باید په ډیر صداقت او اخلاص هغو ته غوږ ونیسي، د افغانستان حکومت باید هغه څه چې د طالبانو له اسلامي تحریک نه غواړي د مذاکراتو په میز باندې مطرح کړي."

د ښاغلي مجاهد پر وینا د سولې عالي شورا له دې مخکې هم د طالبانو د یو شمیر غوښتونو د عملي کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

د طالبانو شرطونه

طالبانو د سولې د خبرو لپاره ځني شرطونه اعلان کړي، چې ورکې دغې ډلې ته آدرس، له تور لیست څخه د طالبانو د نومونو ایستل او د بندیانو خوشې کیدل شامل دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د پګواش په غونډه کې د طالبانو د استازو په ۱۳ مخونو کې د وینا لنډیز استولی چې ورکې دغې ډلې ویلي، طالبان د هغو اهدافو د تحقق په صورت کې سولې ته ژمن دي د کومو لپاره یې چې جهاد پیل کړی دی.

طالبانو په دغو شرطونو کې "د اشغال خاتمه او د خپلواک اسلامي نظام قیام" یادونه هم کړې ده.

طالبانو د سولې خبرو ته اېښودل شوي شرطونه د سولې مقدماتي اړتیاوې بللي او ویلي یې دي، سوله هغه وخت راتلی شي چې پر عملي لارو چارو یې غور وشي.

طالبانو په قطر کې خپل سیاسي دفتر د سولې د خبرو لپاره یواځنۍ با صلاحیته او مسئوله مرجع ګڼلې او ویلي دي، چې د طالبان د مشرتابه لخوا دوی ته د خبرو لپاره پوره واک او صلاحیت ورکړل شوی دی.

دغه راز، طالبانو ویلي، هغه ستونزې چې د طالبانو او بهرنیانو په ځانګړې ډول امریکایانو پورې اړه لري باید د طالبانو او بهرنیانو تر منځ د مخامخ خبرو په ترڅ کې وڅیړل شي.

طالبان وايي، هغه څه چې افغانانو پورې اړه لري دا ډله باور لري چې افغانان د خپلو ستونزو د لرې کولو توان لري.

د طالبانو استازي په خپله وینا کې، د اسلامي اصولو او ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې مدني فعالیتونو، د بیان آزادۍ او د ښځو حقونو خوندیتوب ته ځان ژمن بللی او د زده‌کړې او ملي ټولګټو تاسیساتو ساتنه یې د ځان مسئولیت ګڼلی دی.

د طالبانو استازو په دغه وینا کې د ټاپي پروژې په ګډون له نورو ټولګټو پروژو ملاتړ کړی چې د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د چا په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې د دوی په چارو کې مداخله وکړي.

طالبانو ویلي چې له بهرنیانو سره به اړیکې د متقابل احترام په اساس وي او دا ډله هغو نړیوالو قوانینو سره چې د اسلامي اصولو او ملي ګټو او ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي مخالفت نه لري.

ډاکټر فیض محمد ځلاند چې د دوحې ښار د پګواش په دوهمه غونډه کې یې ګډون کړی له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې د غونډې ګډون کوونکو د طالبانو د شرطونو له لویې برخې سره مخالفت نه دی څرګند کړی.

ښاغلي ځلاند وویل، د غونډې ګډونوال د طالبانو له هغه نظر سره چې له افغانستان څخه دې بهرني ځواکونه ووځي موافق نه وو.

هغه وویل "افغانان تضمین نه لري که چیرته بهرنیان وځي او په افغانستان کې به کورنۍ جګړه نه کیږي، افغانستان به سقوط نه کوي او د افغانانو دا پنځه لس کلنې لاس ته راوړنې به نه ضایع کیږي."

ښاغلي ځلاند وویل، که څه هم په دغه غونډه کې د افغان حکومت کوم رسمي استازي ګډون نه درلود خو د ولسمشر غني تره قیوم کوچي په دغه غونډه کې ګډون کړی.

ښاغلي ځلاند په دغه کنفرانس کې د بهرنیو هیوادونو د استازو ګډون کمزوری وباله او وې ویل، بهرنیو هیوادونو او موسسو په ټیټه کچه خپل استازي کنفرانس ته استولي وو.

د پګواش کاناډايي نړیوالې موسسې له دې مخکې هم د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې په قطر کې ورته غونډه جوړه کړې وه.

په هغې غونډه کې د سولې د عالي شورا استازو هم ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG