د لاس رسي وړ اتصالات

ترکمنستان د مرمرو ډبرې بدل کې افغان ځواکونو ته د یونیفورم ټوکر برابروي


ترکمنستان او افغانستان د هرات او د فاریاب ولایتونو د رسمي سرحدونو له لارې راکړه ورکړه کوي.
ترکمنستان او افغانستان د هرات او د فاریاب ولایتونو د رسمي سرحدونو له لارې راکړه ورکړه کوي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست همایون قیومي نن د یکشنبې په ورځ( غبرګولي ۲۶ مه) هرات کې د ترکمنستان دجمهور رئیس د لومړي مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر رشید مرادوف په مشرۍ یو پلاوي سره د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراخیدو په لارو چارو خبرې کړي.

په هرات کې د ترکمنستان د لوړپوړې پلاوي سره د دوه تفاهم لیکونو د لاسلیک په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي په خپله وینا کې وویل، چې ټاکل شوې، د لومړي ځل لپاره به ترکمنستان ته د هرات د مرمرو ډبرو د صادراتو په بدل کې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د یونیفورم لپاره ټوکر وارد شي.

په دې غونډه کې د دواړوه هیوادونو د چارواکو تر منځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړیدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي دې غونډې ته وویل، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ټاپي نل لیکې د پروژې او د ټاپ د بریښنا د مزي د غځولو د پروژې عملي کولو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ترکمنستاني پلاوي سره د مالیې د وزارت د سرپرست په مشرۍ افغان پلاوي په خبرو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د ریل پټلۍ خپلواکې ادارې رئیس، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هرات والي، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر، د دغه هیواد د نساجۍ وزارت مرستیال، د ترکمن ګاز دولتي کنسرن مرستیال، د ټاپي نل لیکې د کمپاین رئیس، د دواړو هیوادونو سفیرانو او د یو شمېر اړوندو وزارتونو رئیسانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت ویلي " په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لیږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسب قیمت د ترکمنستان د ګازو په پیرلو، د اقینې – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لیږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کیلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي لیږدولو په تمدید خبرې کړي دي".

همداشان د مالیې وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ په جوړیدو، د دواړو هیوادونو تر منځ په ترانزیټي او ترانسپورټي همکاریو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتي او وارداتي توکو په لیږدولو خبرې شوي دي.

د دغې اعلامیې له مخې د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا نښلول، د ریل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هیوادو په ګډو همکاریو، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور په دوه اړخیزو همکاریو، پر مسلو باندې بحث او هر اړخیزې خبرې شوي دي.

ترکمنستان او افغانستان د هرات د تورغونډۍ او د فاریاب د اقینې بندر له لارې یو بل سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي.

XS
SM
MD
LG