د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ماشومانو تر منځ د ایډز ناروغي زیاته شوې - څیړنه


د پاکستاني ډاکټرانو د یوې ډلۍ څیړنو ښودلې چې د پاکستان په جنوبي ایالت "سند" کې د ماشومانو ترمنځ د ایډز په پیښو کې زیاتوالی راغلی.

د ډاکټرانو یوې ډلې د سند ایالت په "راتودیرو" ښار کې د ۳۱۲۳۹ کسانو روغتیايي معلومات څیړلي چې ددې جملې نه یې ۹۳۰ کسان د ایډز بیماران وو. د دغو ۹۳۰ کسانو له ډلې بیا ۵۹۱ د پنځو کلونو څخه ټیټ عمر لرونکي ماشومان وو.

همداراز ددغو کسانو له ډلې د ۷۶۳ کسانو عمرونه له شپاړلسو کلونو څخه کم وو چې د دوي په وینا دا په پاکستان کې د یو "لوی روغتیایي ناورین" نښې دي.

دغو ډاکټرانو د ماشومانو ترمنځ د ایډز د ناروغۍ خپریدو علتونه د کارول شویو او ککړو پیچکاریو بیا کارول او یو بل ته د ایډز په ویروس ککړې وینې لیږدول ښودلي دي.

دغه ډله له دولت څخه غواړي دا معلومه کړي چې د بدلمنو ښځو او په نشه یی توکو روږدو کسانو څخه دغه ویروس څه ډول ماشومانو ته رسیدلی دی.

ښایي په پاکستان کې د ماشومانو تر منځ د پیچکارۍ له لارې د ایډز د بیمارۍ د خپریدو یو علت د خکلو ترمنځ دغه باور وي چې پیچکارۍ د تابلیت په پرتله ښه تاثیر لري.

پاکستان په تیرو دوه لسیزو کې د ایډز له سخت ناورین سره مخ شوی، خو دا لومړی ځل دی چې ماشومان په دغې بیمارۍ اخته شوي دي.

پاکستان ۲۲۰ میلیونه نفوس لري چې ۷۰ سلنه یې درملنۍ لپاره شخصي روغتونونو ته مراجعه کوي چې دغه روغتونونه د دولت لخوا په سمه توګه نه څارل کیږي او په دغو کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو کې د حفظ الصحې او پاکوالي ته د پام ساتلو په اړه خاص معلومات هم نشته.

XS
SM
MD
LG