د لاس رسي وړ اتصالات

د سیکانو له وتلو سره د یوناني درملو کیفیت هم خراب شوی - ځینې ننګرهاریان


د جلال اباد یو شمېر درمل پلورونکي مني چې د اهل هنود حکیمانو له لوري د جوړېدونکو یوناني درملو کیفیت ښه و او اوسنی یې د تېر په څېر ندی.
د جلال اباد یو شمېر درمل پلورونکي مني چې د اهل هنود حکیمانو له لوري د جوړېدونکو یوناني درملو کیفیت ښه و او اوسنی یې د تېر په څېر ندی.

د ننګرهار د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سیکانو او اهل هنود حکیمانو یو مهال په دغه ښار کې ښه درمل جوړول خو اوس د یوناني درملو کیفیت خراب شوی دی.

د جلال اباد ښار اړوند د درمسال په سیمه کې به پخوا سیک او اهل هنود حکیمان ناست وو او خلکو ته به یې د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره یوناني درمل ورکول، خو اوس ددې ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د یوناني درملو په پلور کې خپلسري روانه ده.

د ننګرهار اوسېدونکي حاجي الوزي امریکا غږ ته وویل: "وروره که درملتونونه دي که یوناني درمل دي ټول دویم نمبر دي، دلته مسلکي کسان نشته."

د ننګرهار دغه اوسېدونکي د غیرمسلکي کسانو له لوري د يوناني درملو د پلورنځيو جوړیدو او د دوی لخوا د یوناني درملو په نوم د طبي درملو پلور ته اندېښمن دي.

په وروستیو کلونو کې زیاتره هندوانو او سیکانو افغانستان پرې ایښی، هند، اروپا او د نړۍ نورو برخو ته کډوال شوي دي.

د ننګرهار اوسېدونکي حبیب الله حسیني وویل: "مخکې دلته سیکان اوسېدل او د هغوی د درملو کیفیت ښه وو او اوس تر ډېره غیري مسلکي کسان ناست دي او په دوا باندې یې پوهیدل هم ستونزمنه ده."

د جلال اباد یو شمېر درمل پلورونکي مني چې د اهل هنود حکیمانو له لوري د جوړېدونکو یوناني درملو کیفیت ښه و او اوسنی یې د تېر په څېر ندی.

درمل پلورونکي نبي الله وویل: "دا بازار په سیکانو وده کړې وه او هغوی په درملو هم پوهیدل. خو اوس هر سړي دوکان خلاص کړیدی او یا ځیني د پخوانیو حکیمانو شاګردان دي او په کار چنداني نه پوهیږي."

ډاکتر عصمت الله څپاند چې د داخله ناروغیو متخصص دی، په دې باور دی چې باید یوناني درمل د نړیوالو معتبرو ادارو لخوا تائید شي. هغه همدارنګه د یوناني درملو د استفادې لپاره د اړوند معالج ډاکتر نظر اړین بولي.

د داخله ناروغیو دغه متخصص امریکا غږ ته وویل: "یوناني درمل هغه وخت ښه دي چې د نړیوالو روغتیايي ادارو او د درملو د سازمانونو له لوري چیک او ثابت شوي وي، د ډاکتر تر سپارښتنې وروسته ښه دي، خو په افغانستان کې یوناني درمل تر ډېره معتبرو ادارو چیک کړي ندي."

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان د یوناني درملو استعمال د یو لړ روغتیايي ستونزو علت یادوي، خو بلخوا په افغانستان کې عام وګړي د روغتیا د لومړنیو ستونزو د حل په موخه تر ډېره یوناني درمل کاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG