د لاس رسي وړ اتصالات

نرښځیان غواړي د پاکستان پارلمان کې خپل استازی ولري


د پاکستان یوه ډله نرښځیان
د پاکستان یوه ډله نرښځیان

د پاکستان د نرښځیانو یوه استازې غواړي د هغه هیواد راتلونکو پارلماني انتخاباتو ته ودریږي.

ندیم کشیش د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې له رائیو ورکوونکو غوښتي چې "راته چانس راکړئ".

د فرانسې خبري اژانش وایي د ندیمې مبارزه د قدرت لپاره نده، ځکه هغه پوهیږي چې کمپاین یې ناکامه دی، خو پدې خاطر چې د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د نرښځیانو د یوې کاندیدې په توگه ومنل شي دا یو تاریخي گام دی.

ندیم کشیش چې په اسلام آباد کې د صوفي امام باري مزار ته نژدې پرتې فقیر میشته سیمه کې کور په کور گرځي رای ورکوونکو ته وایي چې "زه د لومړي ځل لپاره مقابله کوم او ستاسې رایه به ماته زما هویت راکړي".

د پاکستان د نرښځیانو یوه میله
د پاکستان د نرښځیانو یوه میله

په کومه ولسوالۍ کې چې ندیم کشیش په مبارزه بوخته ده هلته د مخکني صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د اپوزیشن د مشر امران خان گوندونه هم په کمپاین بوخت دي.

د هغې په انتخاباتي کمپاین کې دوه کرښې لیکل شوي: "اوبه راتلونکي نسل ته زیرمه کړئ" او "زه ستاسې ملاتړ ته اړتیا لرم".

خو ندیم وایي د جولای میاشتې د ٢٥ انتخابات د پاکستان د نرښځیانو فعالینو ته د گټولو او یا بیللو سوال ندی "حکومت زمونږ ملاتړ کړی او ځای یې راکړی چې په انتخاباتي کمپاین کې ونډه واخلو او مونږ به له دغه فرصت نه په بشپړه قوت استفاده وکړو."

په پاکستان کې نرښځیانو ته "خواجه سرای" ویل کیږي چې په دریو کتگوریو ویشل شوي دي.

د پاکستان د اوسني وخت نرښځیان ادعا کوي چې د مغلي امپراتورانو د زمانې د خواجه گانو له سلسلې دي چې د بریتانیا تر ښکیلاک پورې یې د هند د مغلي واکمنانو په دربار کې خدمت کاوه.

پاکستان په ٢٠٠٩ کې په نړۍ کې د لومړني هیواد په توگه نرښځیان په قانوني توگه د دریم جنس په توگه وپیژندل.

XS
SM
MD
LG