د لاس رسي وړ اتصالات

گرم چای په سگرټ او الکولو روږدي کسان د سرطان له خطر سره مخامخ کوي


د گرم چای څښاک هغه کسان چې په سگرټو او الکولو روږدي دي د مرۍ د سرطان له گواښ سره مخامخ کوي او د نورو سرطانونو د رامنځ ته کیدو سبب هم گرځي.

په چین کې د شوې څیړنې نتیجې ښیي چې د پاخه عمر چینایانو ترمنځ چې د ورځې حد اقل یو بیر، یو گیلاس الکول او یا یو گلاس سره شراب څښي او همداشان هر ورځ د ډیر گرم چای په څښلو عادت دي د هغو خلکو په پرتله چې په اونۍ کې یو ځل گرم یا نورمال چای څښي د مرۍ په سرطان باندې د اخته کیدو پنځه ځلې زیات چانس لري.

ددې څیړنې مرستیال لیکوال د چین د پیکینگ د پوهنتون د روغتیایي ساینس د مرکز ډاکتر جون لون لو، وایي " د تنباکو او الکولو له استعمال څخه پرهیز کول، د مرۍ په سرطان باندې د اخته کیدو څخه د خلاصون لپاره خورا مهم دي".

ډاکټر لو زیاتوي چې "د سگرټو او الکولو څښاک د مرۍ په سرطان باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي او هغه کسان چې ډیر گرم چای خوښوي په سرطان باندې د اخته کیدو خطر یې نور هم زیاتیږي".

خو هغه وایي چې که څوک په الکولو او سگرټو روږدی نه وي، نو یواځې گرم چای څښل د سرطان ناروغۍ خطر نه رامنځ ته کوي".

څیړونکو په خپل کلني یاداشت کې لیکلي چې چین یو د هغو هیوادونو څخه دی چې د مرۍ سرطان په کې خورا زیات دی، ځکه په چین کې چای څښونکي په ځانگړې توگه نارینه ډیر امکان لري چې الکول وڅښي او سگرټ دود کړي. مخکنیو څیړنو په دې اړه څه نه و لیکلي.

څیړونکي وایي په داسې حال کې چې مخکنیو څیړنو توصیه کړې وه چې کیدای شي د چای څښل د هاضمې جهاز د سرطاني تومور په وړاندې وژغوري، نورو څیړنو بیا ښودلې چې په پرله پسې توگه د ډیرو گرمو خوړو خوراک او یا گرم څښاک ښایي مرۍ ته تاوان ورسوي او د دانې یا تومور رامنځ ته کیدو ته زمینه برابره کړي.

په اوسنۍ څیړنه کې څیړونکو د ۴٥٦١٥٥ کسانو روغتیایي معلومات څیړلې چې عمرونه یې د ٣٠ او ٧٩ کلونو ترمنځ وو او د الکولو او سگرټو نه د استفادې اړوند پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي وو.

د څیړنې په پیل کې هیڅ یو برخه وال په سرطان ناروغۍ اخته نه و. څیړنو د گډون کوونکو نیمایي نهه کاله تعقیب کړل. د څیړنې په ترڅ کې ١٧٣١ گډون کوونکي په سرطان ناروغۍ اخته شول.

هغه کسان چې ډیرتود چای څښي او تر څنگ یې ډیر الکول څښي او سګرټ څکوي په سرطان باندې د اخته کیدو چانس یې د هغو کسانو په پرتله پنځه ځله ډیر دی چې دا کار نه کوي.

دې څیړنې دا تجربه نه ده کړې چې په څه اندازه گرم چای باید وڅښل شي چې سړی په سرطان باندې اخته نشي. بله نیمگړتیا یې داده چې گډون کوونکو د خپل روږدیتوب په هکله پخپله رپوټ ورکړی چې کیدای شي باوري نه وي.

XS
SM
MD
LG