د فراه اوسیدونکي اندېښنه لري چې د تودې هوا له امله به د ګوزڼ واکسین روان بهیر تر اغیز لاندې راشي او ښايي یو شمېر ماشومان له واکسین پاتې شي.
دوی د ګوزڼ ضد واکسین له روان بهیر څخه رضایت لري او وایي چې ډيری ستونزې له منځه تللي، خو ګرمه هوا او لیرې پرتو سیمو ته غځیدلې خرابې لارې هغه شته ستونزې دي چې لا هم د پولیو واکسین کیفیت له خطر سره مخ کولای شي.
د فراه د خاک سفید ولسوالۍ اوسیدونکی، عبدالکریم امریکا غږ ته داسی وویل: "زما خپله تجربه ښیي چې د پخوا په پرتله ډیری ستونزې هوارې شوي دي، چې فعلا تر ټولو لویه ستونزه، ګرمه هوا او اوږدې خرابې لارې دي. ګرمه هوا د واکسین پر موادو باندې بد تاثیر کوي او امکان لري چې خراب شي."
د هغه په وينا، خرابې او اوږدې لارې هم کیدې شي ناوړه اغېز ولري، ځکه د واکسین ټیمونه په ډیر تکلیف سره لرې پرتو سيمو ته رسیږي او هان ځینې وختونه ښايې پر وخت و نه رسېږي او ماشومان له واکسينه بې برخې پاتې شي.
په ورته مهال، قومي مخور عبدالقدوس بیا له خلکو غواړي چې د واکسین له ټیمونو سره په کافي اندازه مرسته وکړي.
نوموړي وویل: "د واکسین رضاکاران په دې ګرمه هوا کې کور په کور ګرځي چې واقعاً سخت کار او لوی خدمت دی، نو مونږ عام خلک هم باید د انصاف څخه کار واخلو او د دوی زحمت ته د قدر په سترګه وګورو او هر څومره چې وس لرو، مرسته وکړو."
چارواکي هم د خلکو اندېښنې پر ځای بولي او وايي چې ګرمه هوا او خرابې لارې کولی شي د واکسین پر کیفیت منفي اغیز وکړي.
د فراه د عامې روغتیا، رئیس مولوي احسان الله شاکر په دې هکله وویل: " طبعاً، ګرمه هوا د پولیو ضد پر روان بهیر، د څاڅکو پر لیږد، ساتنې او استفادې اغیز لري. لارې هم خرابې دي او ځینې ولسوالۍ ډیرې لیرې دي، نو ځینې وختونونه یخچالونه او یا د واکسین د لیږد نور وسایل ممکن لیرې سیمو ته په رسولو کې هغه اصلي کیفیت ونشي ساتلی."
د نړيوالو او کورنیو هڅو سره سره اوس هم افغان ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي او کارپوهان ټینګار کوي چې د دغه ویروس د بشپړ له منځه وړلو لپاره اړتیا ده د ټولنې ټول خلک د واکسین په تطبیق کې خپله پوره ونډه واخلي.
فورم \ دبحث خونه