د لاس رسي وړ اتصالات

زیاته مالګه خوړل څه تاوان لري؟


د مالګې د استعمال کمول کولای شي د سوډیم او مالګې اړوند قلبي ناروغیو په وجه مړینې نیمایي کمې کړي.

چینایي پوهانو د شاندونګ په ولایت کې له څېړنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي، د چین په‌دې ولایت کې خلک په خواړو کې زیاته مالګه کاروي.

څېړنو وښودله چې په‌دې ولایت کې د زړه ناروغیو له وجې د ٢٠ فیصدو مړینو عامل په غذایي رژیم کې د مالګې زیات استعمال و.

ډاکترانو ویلي دي چې د ملګې له حده زیات خوړل په قلبي او د رګونو په ناروغیو په ځانګړې توګه د وینې د فشار د لوړوالي سبب کېږي.

په دغه څېړنه کي د ۱۳۰۰۰ کسانو روغتیايي معلومات راټول شوي
په دغه څېړنه کي د ۱۳۰۰۰ کسانو روغتیايي معلومات راټول شوي

پوهانو په‌دغه څېړنه کې چې د ٢٠١١ کال راهیسې د ٢٥ نه تر ٦٩ کلنو ١٣٠٠٠ کسانو روغتیایي معلومات راټول کړي او ارزولي دي او په‌دې پوه شوي چې د دې ولایت د اوسېدونکو په ورځني خوراک کې د مالګې استعمال له ١٢،٥ فیصدو نه ٩ فیصدو ته راټیټول ددې سبب شول د مالګې اړوند قلبي ناروغیو له وجې مړینې ٥٠ په سلو کې راټیټې شي.

د دې څېړنې نتیجې چې د چین د امراضو د کنټرول او مخنیوي مرکز له لورې شوې د امریکا د متحده ایالاتو د زړه ناروغیو په ژورنال کې چاپ شوي دي.

په دغه څېړنه کې شاملې یوې پوهاندې شیوی لیو، ویلي چې د مالګې سره اړوند ناروغۍ د مخنیوي وړ دي.

مېرمن لیو په چین په ځانګړې توګه د دې هېواد په شمال کې زیاتې مالګې خوړولو ته په اشارې د "چین سهار" ورځپاڼې سره په مرکه کې د مالګې د استعمال د "سمدستي" کمولو سپارښتنه کړې ده.

هغې د روغتیایي کارکوونکو غوښتي چې خپلو مریپانو ته د زیاتې مالګې د خوړولو د زیانونو په هکله معلومات ورکړي.

په چین کې د مالګې وسطي استعمال په ورځ کې ١١،٩ ګرامه دی، په‌داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال ستزمان سپارښتنه کوي چې پوخ عمره کسان باید د ورځې له پنځو ګرامو نه زیاته مالګه استعمال نه‌کړي.

به خوړو کې د مالګې کارول
به خوړو کې د مالګې کارول

د دې څېړنې موندنې ددې سبب شوې چې د چین د شاندونګ ولایت مقامات چې ولایت یې ۱۰۰ میلیونه نفوس لري غواړي د زیاتې مالګې د زیانونو په هکله د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو په څیر د لوېدیځو هیوادونو برخلاف چې په خواړو کې د موجودې مالګې زیاته برخه په پروسس او بسته بندي شویو خوراکي توکیو کې پیدا کېږي، خو په چین کې د مالګې د ورځني لګښت ٧٥ فیصده مالګ په کورنیو ورځنیو خوراکي توکو کې کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG