د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار ډلې د هغې نجلۍ په اړه اندېښنه ښودلې چې سعید خوستی یې‌ په جنسي تیري تورن کړی


سعید خوستی او الهه دلاورزۍ
سعید خوستی او الهه دلاورزۍ

د بشري حقونو د څار ډلې په کابل کې د مېشتو دپلوماتانو څخه غوښتي دي چې د الهې دلاورزۍ د ځای ځایګي په اړه معلومات ترلاسه کړي.

الهې دلاورزۍ په څو ویدويي پيغامونو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند سعید خوستی تورن کړی دی چې په هغې باندې یې جنسي تېری کړی دی. د هغې ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې خپرې شوي دي. نوموړې ویلي دي چې تېر کال د دلوې په میاشت کې سعید خوستي د «طالبانو د حکومت د استخباراتو په ادارې کې» پرې له جنسي تېري وروسته، په زوره جبري نکاح کولو ته مجبوره شوې ده.

نوموړې زیاته کړې: «زه یې ډېره ووهلم، هلته [د طالبانو د استخباراتو دفتر کې] راباندې جنسي تېری وشو، نه پوهېدم چې څه وکړم. دوی راڅخه ویډیو ثبت کړه. سعید خوستي راڅخه فلم ثبت کړ او ګواښ یې راته وکړ چې دا فلم به خپور کړي او زه یې ډیرو ناوړو کارونو ته وهڅولم.»

د بشري حقونو د څار ډلې د الهې په اړه د اندېښنې په ښودلو سربېره د اګست د ۳۱مې نېټې یې د طالبانو د سترې محکمې ته منسوب هغه ټویټ ته هم اشاره کړې ده چې وايي الهه یې د خوستي د بدنامولو په تور نیولې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې دغه عکس العمل د الهې لپاره د عدالت غوښتونکو د هشتګ (#JusticeForElaha) په کارولو بدرګه شوی دی. دا هشتګ اوس په ټولنیزو رسنیو کې ډېر کارول کېږي او د افغان میرمنو د مېړانې ستاینه شوې. دغه سازمان همدغه راز ویلي دي له افغان ښځو سره به درېږي او په دې برخه کې به ډېر کارونه وکړي.

د بشري حقونو سازمان ویلي دي: «د ملګرو ملتونو د بشري حقونو غړي هېوادونه، چې د افغانستان په اړه د بشري حقونو په راپور جوړولو کې مرسته کوي، د بشري حقونو په اړه د مستقلو څاروونکو او متخصیصینو په ګمارلو سره په افغانستان کې [د بشري حقونو د نقض په اړه] د راپور تحقیق وکړي‌ او د دغو سرغړنو په کله د عدالت د تطبیق اطمینان ترلاسه شي. هغه وخت کې به پوه شو چې څومره نورې الهه ګانې [په افغانستان کې] شته.»

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې پوښتنه دا ده چې دا ډول څومره نورې پېښې به وي چې په اړه یې راپور نه دی ورکړل شوی. دغه سازمان ویلي دي: «د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، په سیستماتیک ډول یې په افغانستان کې هغه جوړښتونه له منځه یوړل چې د ښځو سره د زور زیاتي. د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته د ښځو چارو وزارت، د ښځو د امن خونې، د ښځو لپاره حقوقي او د مرستو نور پروګرامونه هم بند کړل. له دې هر څه سره سره په ټولنیزو رسنیو کې د الهې د خوشې کېدو او هغه ته د عدالت غوښتنې کمپاین هم پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG