د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار: د افغان جګړې کمېسیون دې د ښځو د حقونو په اړه د امریکا رول وارزوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د بشري حقونو څار سازمان د امریکا د حکومت له لوري د افغان جګړې د جوړ شوي کمېسیون څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې دې د ښځو د حقونو په اړه د متحدو ایالتونو د رول ارزونه هم وکړي.

د«افغان جګړې کمېسیون» د ۲۰۲۱ د ډسمبر په میاشت کې جوړ شوی دی چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو عمده « ستراتېژیکې، دپلوماتیکې او د همکارۍ پرېکړې» وارزوي او د وړاندې تګ لپاره «ترلاسه شوي زده کړې او پېشنهادونه» په پام کې ونیسي او لا یې ورغوي.

د بشري حقونو څار وايي چې دغه کمېسیون خپل کار پیلوي. دغه سازمان نن سه شنبه سپتمبر شپږمه (وږې ۱۵) په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغه کمېسیون یو لومړیتوب باید «د افغان ښځو او نجونو په اړه د متحدو ایالتونو د حکومت د ژمنو ارزول» وي.

بشري حقونو څار وايي چې دا کمېسیون دې باید د افغان ښځو په اړه خپل مسئولیت ادا کړي او دا اطمینان ترلاسه کړي چې په دې برخه کې متخصصین لري. د څار ډله وايي چې د دغه کمېسیون مشر لا ټاکل شوی نه دی او دوی وړاندیز کوي چې داسې یو کس وګمارل شي چې د ښځو په چارو اګاه وي.

د دغه سازمان یو انتقاد دا دی چې د امریکا د حکومت له لوري دا جوړ شوی کمېسیون کې ۱۴ غړي لري چې دوې یې ښځې دي، خو په خبره یې هېڅ یو یې افغان نه دی او نه په امریکا کې د مېشتو افغانانو د ټولنو څخه کوم کس ګمارل شوی دی.

د څار ډلې په خپلې اعلامیې کې همدغه راز ویلي دي چې دا کمېسیون دې د متحدو ایالتونو د حکومت د هغو ژمنو اکثریت ناکامۍ هم وپلټي او مستندې دې کړي چې د افغان ښځو په اړه یې کړې وې.

دوی دغه کمېسیون ته دا سپارښتنه کړې ده چې د افغان ښځو د نجات لارې چارې دې هم وپلټي او د هغو خلکو لاره دې هم اسانه کړي چې له افغانستان څخه وتل غواړي.

بشري حقونو څار ډله داسې مهال د «افغان جګړې کمېسیون» څخه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه د امریکا د حکومت د ژمنو ازورنه غواړي چې طالبانو په افغانستان کې په ښځو باندې کلک محدودیتونه لګولي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې واکمن شول او د همدغې میاشتې په ۳۱ نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووتل. له هغې نېټې را وروسته، طالبانو تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي، ښځې یې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت څخه منع کړې او له ډېرې ځانګړې استثنا پرته یې د کار اجازه هم نه ورکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت او نړیوالې ټولنې په ښځو باندې د طالبانو دا لګول شوي محدودیتونه غندلي او په هغوی یې فشار راوړی دی چې د بشر او په خاص ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړې استازي تامس ویسټ په افغان ښځو او نجونو باندې د طالبانو د حکومت لګول شوي بندیزونه بشري حقونو ته سپکاوی بللی دی.

د بشري حقونو څار ډلې په خپلې اعلامیې کې د امریکا د متحدو ایالتونو د يو پخواني ولسمشر بل کلنټن هغه خبره هم نقل کړې ده چې د ۲۰۰۱ د ډسمبر په میاشت کې یې ویلي وو: «د افغانستان ښځې او ماشومان کافي کړېدلي. دا لوی ملت [امریکا] به ډېر زیار وباسي چې هغوی [افغانانو] ته هیلې وبخښي او مرسته یې وکړي.»

همدغه راز په دغې اعلامیې کې د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلرې کلټن هغه خبره هم اخیستل شوې چې په ۲۰۱۰ کې د افغان مېرمنو یوې ډلې ته کړې وه: «موږ به تاسو یوازې نه پرېږدو او تل به ستاسو تر څنګ ولاړ یو.»

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې مسئولې هدر بار ویلي دي چې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته هغه سیستم له منځه وړل شوی چې د امریکا په مرسته د جنسیت په اساس خشونت ته د ځواب ویلو لپاره جوړ شوی و.

XS
SM
MD
LG