د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ 'طالبان باید د ښځو پر وړاندې خپلې ځپوونکي کړنلارې بدلې کړي'


د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو ته په اشارې، د نوي تعلیمي کال پيل د افغان نجونو لپاره خواشینونکی بللی او له طالب چارواکو څخه یې غوښتي چې پدې هکله خپله پرېکړه بیرته واخلي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ ناوخته مارچ ۲۴ (وري څلورمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د تیرو ۵۵۰ ورځو راپدېخوا نجونې له تحصیل څخه محرومې دي او په خبره یې طالبانو افغانستان د نړۍ په یوازیني هیواد بدل کړی چې نجونې پکې له منځنیو زده کړو منع دي.

په دغه بیان کې راغلي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمن کیدو وروسته، د نجونو ښوونځي بند کړي، پداسې حال کې چې هغوی [طالبانو] ژمنه کړې وه چې د نجونو د تحصیل حق ته احترام کوي، خو کله چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شول، طالبانو د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې پر ۲۳مه خپله ژمنه ماته کړه او نجونې یې کورونو ته ولېږلې.

د بشري حقونو څار سازمان د نړیوالې ټولنې پر پاتې راتلو انتقاد کړی دی چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي: "طالبان باید ژر تر ژره د ښځو پر وړاندې خپلې ځپوونکي کړنلارې بدلې کړي، ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پر مخ پرانیزي او د افغانستان د نجونو او ښځو پر راتلوونکي له برید څخه لاس واخلي."

د بشري حقونو څار سازمان یوې څېړونکي سحر فطرت ویلي چې پر افغان مېرمنو د طالبانو محدودیتونه دا ثابتوي چې هغوی د افغانستان د پرمختګ سره هیڅ علاقه نلري.

هغې ویلي: "یوازې یوه پوښتنه لرم، ایا د نړۍ مشران دا تحمل کولای شي چې لوڼې یې له زده کړو څخه محرومې شي؟"

اغلې فطرت همداشان ویلي چې طالبانو همدرانګه پر افغانستان د خپل لومړۍ دورې پرمهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۰ میلادي کال پوري نجونې له زده کړو څخه محرومي کړي وې.

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې له متوسطه زده کړو څخه منع دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې زده کړې یو بشري حق دی او په خبره یې طالبان باید اجازه ورکړي چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا حاکمیت وروسته، د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر «امرثاني» و ځنډول او همدارنګه یې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې هم په پوهنتونونو کې تر «امرثاني» پوري له تحصیل څخه منع کړې چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.

تمه کېده چې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره به طالبان د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو دروازې خلاصې کړي، خو تر دا مهاله یې پدې اړه اعلان نه دی کړی.

د طالبانو د پوهنې وزارت هغه مهال ویلي وو چې دوی د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه پر یوې هر اړخیزې طرحې او یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم د یادې طرحې بشپړېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG