د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان افغان خبریالان او د رسنیو ښځینه کارکوونکې په نښه کوي – راپور


د بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې د طالبانو جنګیالي په قصدي توګه د ښځو په ګډون د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ اپریل لومړۍ (وري ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې ګواښونه په بې‌ساري ډول زیات شوي چې د سولې د هر ډول توافق په صورت کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د ساتنې په تړاو یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ موندنې ښيي چې د طالبانو قوماندانان او جنګیالي په کابل او نورو هغو سیمو کې چې دوی نفوذ لري د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د ګواښونو، ویرې او تاوتریخوالي په رامنځ ته کولو کې ونډه لري.

په راپور کې راغلي: "د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د طالبانو قوماندانان او جنګیالي د خپل کنټرول لاندې سیمو څخه ورهاخوا په شفاهي او لیکلې بڼه خبریالانو ته ګواښونه کوي".

د بشري حقونو د څار بنسټ د اسیا د څانګې مشرې پټریشیا ګوسمن ویلي چې په روان ګواښوونکي وضعیت کې د وژنو او ګواښونو دا لړۍ د افغانستان رسنیو ته د ویرې پیغام رسوي.

اغلې ګوسمن زیاته کړې: "د تاوتریخوالي او ګواښونو له لارې د منتقدینو په چوپ کولو سره طالبانو په افغانستان کې د پرانیستې ټولنې د خوندي ساتلو هیلې کمزورې کړې دي".

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۰ له نومبر څخه یې د ۲۰۲۱ تر مارچ پورې په افغانستان کې د رسنیو له ۴۶ کارکوونکو سره خبرې کړي چې له دې شمېرې ۴۲ یې لا هم په مختلفو ولایتونو کې کار کوي خو څلورو خبریالانو د ګواښونو له امله د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په راپور کې راغلي چې طالبانو یو شمیر خبریالان د څو ساعتونو او ان له یوې شپې زیاتې مودې لپاره بندي کړي هم دي چې په ځینو مواردو کې دغو خبریالانو یا همکارانو یې د طالبانو له مشرانو سره له اړیکې وروسته بېرته خوشې شوي دي.

دغه بنسټ ویلي دا د دې ښکارندويي کوي چې د طالبانو سیمه‌ییز قوماندانان او جنګیالي د خپلو نظامي او سیاسي مشرانو له امر پرته د ژورنالیستانو د په نښه کولو په تړاو تصمیم نیسي.

د راپور په اساس په افغانستان کې تر ډېره هغه خبریالانې چې په راډیو کې کار کوي او یا په ټلویزنونو کې څرګندېږي له خاصو ګواښونو سره مخ دي او ځینو یې په دې وروستیو کې خپلې دندې خوشې کړي او یا د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي ښځې نه یوازې په رسنیو کې د کار کولو له امله بلکې له کور څخه بهر په ټولنه کې د فعالیت کولو له امله په نښه کېږي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې د طالبانو مشران باید ژر تر ژره د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې ګواښونو پای ته ورسوي.

همداشان د بشري حقونو د څار بنسټ له ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو څخه چې د سولې په بهیر کې ښکیل دي غوښتي چې په دې برخه کې د طالبانو په مشرانو باندې فشار راوړي ترڅو د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی بند شي.

د افغانستان دولت هم وروستي هدفي بریدونه د طالبانو کار ګڼي خو دغې ډلې تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG