د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته د کډوالو ستر قاچاقبر ونیول شو


د میرید، دغه تصویر د ایټالیا پولیسو د جون په اتمه خپور کړی دی
د میرید، دغه تصویر د ایټالیا پولیسو د جون په اتمه خپور کړی دی

سوډان هغه کس ایټالیا ته سپارلی چې اروپا ته د انسانانو لوی قاچاق کوونکی بلل کیږي. د ایټالیا پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل دغه ۳۵ کلن سړی،مدهاني یهدیګو میرید، نومیږي او د اریتریا اوسېدونکی دی.

پولیسو هغه د مۍ په وروستیو کې د سوډان په پلازمینه خرطوم کې نیولی و. پولیس وايي ښاغلی میرید له تېر یو کال راهیسې د هغو قاچاق کوونکو په نړیوال لست کې شامل و، چې حکومت او پولیس ورپسې ګرځېدل.

د ايټالیا پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي " میرید، د لیبیا د صحرا د جنوبي هېوادونو یو لوی قاچاقبر دی، چې کډوال به یې اروپا ته قاچاق کول".

په اعلامیه کې راغلي "هغه یوازې په افریقا کې قاچاقبري نه کوله، بلکې په ایټالیا کې یې هم خپل قاچاقبران درلودل چې د هغه کسان له ایټالیا نه بیا نورو اروپايي هېوادونو ته واستوي".

پولیس همدغه راز وايي د ښاغلي میرید ثبت شوې تیلفوني خبرې ښيي چې هغه په شمالي اروپا کې هم له قاچاقبرو سره لاس درلود او د کډوالو ژوند هم ورته هېڅ ارزښت نه درلود.

د سوډان ځواکونو د ایټالیا او برتانیا له استخباراتو سره په ګډه د میرید د موندلو او نیولو هلې ځلې کولې. دا لومړنی لوی سوډانی قاچاقبر دی چې په خرطوم کې نیول کیږي او په ایټالیا کې توقیف کیږي.

ایټالیا ته هم د یونان په څېر له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا لسګونه زره کډوال ورغلي دي. یو شمېر کډوال اروپا ته تر رسېدو مخکې په سیند کې ډوب شوي او مړه شوي دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په خبره، ۲۰۱۵ کال له دې پلوه د انساني تلفاتو تر ټولو خونړی و.

XS
SM
MD
LG