د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې په کابل کې په هوټل باندې د برید په اړه د څیړنو هرکلی کړی


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیرې په کابل کې د «لونګان» په نوم هوټل چې چینايي اتباع پکې اوسېدل د تیرې دوشنبې ورځې برید غندلی او په دې برخه کې د چټکو تحقیقاتو هر کلی کړی دی.

کرن دکر تیره ورځ ناوخته ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې پر بهرنیانو د بریدونو د لړۍ پر دوام او په ډزو کې د ملکي افغانانو پر مرګ ژوبلې سترګې نشي پټېدلای.

اغلې ډکر زیاته کړې: "زه په کابل کې پر لونګان هوټل د داعش برید غندم. په افغانستان کې پر بهرنیانو د بریدونو پر لړۍ او په ډزو کې د بې ګناه ملکي افغانانو پر وژل کېدو سترګې نشي پټېدلی. په دې اړه د چټکو تحقیقاتو، د دیپلوماتانو اود افغانانو د ساتنې په برخه کې د اغیزمنو ځواب ویوونکو اقداماتو هرکلی کوم."

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم په کابل کې پر یاد هوټل برید غندلی دی.

یوناما پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه برید کې د چینايي اتباعو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو سیاسي استازولۍ ویلي: "يوناما په کابل کې پر يوه هوټل ددوشنبې ورځې بريد په کلکو ټکو غندي. په دغه بريد کې دچينايانو په ګډون ملکيانو ته تلفات اوښتي دي... موږ ددغې پيښې له قربانیانو سره غمشريکي څرګندوو.په دې اړه د چټکو تحقیقاتو، د دیپلوماتانو اود افغانانو د ساتنې په برخه کې د اغیزمنو ځواب ویوونکو اقداماتو هرکلی کوم."

یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی په دغه هیواد کې د څلوېښت کلنې جګړې له اوږدولو پرته بل هدف نلري.

دا په داسې حال کې ده چې دتیرې دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال وسله والو بریدګرو د برید تر چاودنو وروسته پر یاد هوټل چې چینايي اتباع او شمېر بهرني سوداګر پکې اوسېدل برید وکړ، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د برید تر پای ته رسېدو وروسته پل خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې درې واړه بریدګر د دوی لخوا وژل شوي او ټول بهرني وګړي ژغورل شوي دي.

هغه وویل چې پدې برید کې دوه بهرنیان پداسې حال کې ټپیان شول چې د پورتنیو پوړونو څخه یې کښته ټوپ کړی و.

د اسلامي دولت ډلې (داعش) په کابل کې د دوشنبې د ورځې د برید مسولیت منلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ادعا کړې چې د بریدکوونکو هدف «چینایي کمونستان او د طالبانو غړي» وو چې ددې ډلې د ادعا په اساس پدې پیښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د کابل په شهرنو کې پر یو هوټل باندې د برید وروسته چې چینایان په کې اوسیدل، بیجینګ نن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) د خپلو هیوادوالو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانستان څخه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین ددې وړاندیز دلیل په افغانستان کې امنیتي وضعیت وګاڼه. هغه وویل په کابل کې د تیرې ورځې په برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو تر دغه برید یوه ورځ مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کې په کابل کې د خپل سفارت او اتباعو د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې وه.

کارپوهان په دې اړه څه ‍نظر لري؟

په کابل کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو او چاودنو سره هم مهاله چې مسؤلیت یې زیات وخت د داعش ـ خراسان څانګې منلی، کارپوهان وايي چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا حاکمیت سره په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو حضور او ورته پېښې د وړاندونې وړ وې.

د پوځي او استخباراتي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي په افغانستان کې پر دپلوماتیکو او د بهرنیانو د هستوګنې پر ځایونو بریدونه دا په ډګه کوي چې د دغه هیوادونو سیالان له استخباراتي لارو فعال دي او پر خپلو سیالانو د بریدونو توان لري.

د ښاغلي ندیم په باور که څه هم نشي ویلای چې په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارت او یا هم د چینايي اتباعو د اوسېدو پر ځای برید د داعش کار و، خو وايي چې نورې ډلې هم حضور لري.

هغه وویل: "استخباراتي شبکې سته چې د ځينو هیوادونو په خدمت کې دي چې دهغوی (چین، پاکستان او روسیې) په وړاندې شتون لري یا د هغوی سیالان دي. د هیوادونو له حضور او له طالبانو سره دهغوی د اړیکو له ډول څخه ناراضه دي، یا ممکن ګټي یې ګواښل شوي وي او یا هم احساس کوي چې په افغانستان کې حضور او ګټې محدودي شوي دي او تر ګواښ لاندې دي، ځکه په عمل لاس پوري کوي."

ښاغلي ندیم زیاته کړه چې په افغانستان کې د دا ډول بریدونو د دوام د مخنیوي لپاره باید پر سیاسي حل لارو باندې فکر وشي او د طالبانو حکومت یا په افغانستان کې بل راتلوونکی حکومت په راتلوونکي کې په لومړي ګام کې د هیواد ګټې په نظر کې ونیسي او په دوهم ګام کې د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ګټو توازن په نظر کې ونیسي.

په برلین کې د باختر څېړنیز انستیتوت غړی رضا قاسمي بیا په افغانستان کې د روسیې او پاکستان پر سفارت او د چینايي وګړو د هستوګنې پر ځای وروستی برید او نورې چاودنه او ځانمرګي بریدونه د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې د طالبانو حکومت پاتې راتلل یادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د دپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هیڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

XS
SM
MD
LG