د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: طالبان دې د ښځو او نجونو حقوقو برخه کې ژمنې عملي کړي


په افغانستان کې د ښځو حجاب جبري کېدو ته د غبرګونو په دوام د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو لخوا د ښځو حجاب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي ګوتیریش د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ښځو د حقوقو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي نن یکشنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"زه د طالبانو د دې اعلان په اړه اندېښمن یم چې ښځې باید په عامو ځایونو کې خپل مخونه پټ او یوازې د اړتیا په صورت کې له کور څخه ووځي.زه یو ځل بیا له طالبانو څخه غواړم چې د نړیوال بشري قانون سره سم د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي."

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې ورځ مۍ اوومه په یوه تازه حکم کې له ټولو میرمنو غوښتي دي چې «اسلامي حجاب» رعایت کړي.

افغان ښځو او مېرمنو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري هم د ښځو حجاب جبري کېدو په اړه د طالبانو پر پرېکړې انتقاد کړی دی.

اغلې امیري ویلي چې طالبانو د افغانستان اقتصادي بحران ته د رسېدو او ټول شموله حکومت د اړتیا پر ځای د ښځو او نجونو ځپلو ته مخه کړې ده.

نوموړې د مۍ ۸ (غوايي ۱۸) د حجاب په اړه د امربالمعروف وزارت دغه اقدام «ظالمانه» بللی دی.

هغې زیاته کړې: "طالبانو د افغانستان اقتصادي بحران ته د رسېدو او ټول شموله حکومت د اړتیا پر ځای د ښځو او نجونو ځپلو ته دوام ورکوي. زه د دې ظالمانه اقداماتو د پای ته رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره یو ځای یم چې د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي، ښځو ته اجازه ورکړي چې کار وکړي او خپل ژوند بیا پيل کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د میرمنو د حجاب په اړه ددې ډلې په وروستۍ پریکړه ژوره اندیښنه څرګند کړېده.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم د طالبانو دغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دغه ډله «ګام پر ګام» غواړي بشري حقونه نقض کړي.

خو د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد الحنفي نن شنبه په کابل کې د حجاب په اړه غونډې ته وویل:" موږ غواړو چې خویندې مو په عزت سره په محفوظ ډول ژوند وکړي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې هم په کابل ښار کې د شعارونو په نصبولو سره له ښځو څخه غوښتي و چې "حجاب" مراعت کړي. خو تر هغه وروسته یو شمېر مېرمنو د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو پر ضد مظاهرې وکړې.

یاد وزارت له نارینه وو څخه هم غوښتي وو چې خپلې ږیرې لنډې نکړي او همدارنګه یې له خلکو څخه غوښتي و چې د موسیقۍ له اورېدلو ډده وکړي.

XS
SM
MD
LG