د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب د افغانستان روغتیايي سکتور سره د مالي مرستو په دوام ټینګار وکړ


په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټه (ICRC) وايي، میلیونونو کسانو ته د روغتیايي خدماتو رسېدو په هدف په دغه هیواد کې د روغتیايي سکتور ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه کمېټې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال په ټول هیواد کې د ۳۳ روغتونونو مسؤلیت ددوی په غاړه دی او ټول امکانات او روغتیايي تجهیزات یې ورته برابروي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د معلوماتو په اساس دغه اداره اوس مهال په ټول افغانستان کې د څه باندې ۱۰ روغتیايي کار کوونکو میاشتني معاشونه هم ورکوي.

سره صلیب ویلي چې د افغانستان د روغتیايي نظام څخه په ملاتړ سره به په دغه هیواد کې په میلیونونو کسان روغتیايي خدماتو ته لاس پيدا کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت او له دغه هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی چې له امله یې د ګڼو دولتي او په ځانګړي ډول د روغتیايي کار کوونکو معاشونه پر وخت ورنه کړل شول.

دغه کمېټې همدارنګه ټینګار کړی دی دوی به په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د ودې او د روغتیايي کار کوونکو ته د رسیدګۍ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي و چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو تمویل کوي.

د دغه وزارت په وینا مخکې نړیوال بانک د «صحتمندۍ پروژې» له لارې په دغه هیواد کې د ۲۲۳۱ روغتیايي مرکزونه تمویلول، په خبره یې د نظام په تغیر سره دغه پروژه اوس بنده شوې ده.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر همدارنګه ویلي چې د روغتیا وزارت د دغه روغتیايي مرکزونو د تمویل په اړه هڅې کړي دي او په خبره یې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ژمنه کړې چې د صحتمندۍ پروژې اړوند روغتیايي مرکزونو ترڅنګ به د ۳۳۷ نورو روغتیايي مرکزونو تمویل هم وکړي.

د روغتیايي مرکزونو بندېدل او د ناروغانو ستونزې

بلخوا د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو سره هم مهاله په دغه هیواد کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو په بندېدو سره روغتونونو ته د ناروغانو په مراجعه کې په بېساري ډول زیاتوالی راغلی دی.

د بې پولې ډاکترانو سازمان د چهارشنبې په ورځ اپرېل ۱۳ (وري ۲۴) پخپل راپور کې ویلي چې په اوسط ډول په هره میاشت کې د هلمند ولایت بست روغتون ته ۲۰زره ناروغانو مراجعه کړې ده چې له ډلې څخه یې ۴۰۰ ناروغان بستر کیږي.

دغه بنسټ په کندهار، خوست، کندز، هلمند او هرات کې د څو روغتونونو مسؤلیت په غاړه لري چې په دغه هیواد کې له معیاري روغتونونو څخه شمېر کیږي.

د بې پولې ډاکترانو بنسټ ویلي چې یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې څه باندې ۱۶۴زره کسانو د هلمند بست روغتون ته مراجعه کړې ده چې له ډلې څخه یې ۳۰زره او ۹۰۰ کسانو درملنه شوې ده.

د دغه بنسټ د معلوماتو په اساس په دغه موده کې ۱۸زره ۹۰۰ ولادتونه شوي چې او په خوار ځواکۍ اخته ۳۲۰۰ ماشومانو درملنه شوې ده.

د بې پولې ډاکترانو بنسټ همدارنګه ویلي چې په تیر یوه کال کې د هلمند په بست روغتون کې ۶زره او ۹۰۰ جراحي عملیات تر سره کړي دي.

یاد بنسټ زیاتوي چې په دې وروستیو کې د جګړو او تاوتریخوالي او لارو بندېدو له امله ګڼو خلکو روغتونونو ته لاس نه لاره چې اوس مهال دغه ستونزه هواره شوې او خلک د امنیت په سمېدو سره په اسانۍ کولای شي چې په لښکرګاه کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG