د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرو د تاوتریخوالې له کمېدو سره مرسته نه ده کړې ـ سور صلیب


د سره صلیب نړیواله کمېټه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د سولې روانو خبرو د ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالې په کمېدو کې مرسته نه ده کړې.

دغه اداره وايي، په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه اوس هم لوړه ده او ټینګار کوي، چې د جګړې ښکېل اړخونه یې باید د مخنیوي په برخه کې خپل هڅې نورې هم زیاتې کړي.

دغه ادارې ویلي، "هوايي بمبارۍ، شپني او نور بریدونه په کلیو او ګڼ میشته سیمو کې په لار اچول کېږي، چې په پایله کې یې ښځې، نارینه او ماشومان مړه او معلول کېږي."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دې ترڅنګ پر روغتیايي مرکزونو، روغتیا پلانو، مرستندویه بنسټونو باندې د بریدونو او د جګړې د ښکېلو خواو لخوا د نیول شوو بندیانو د برخلیک په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه کمېټې ویلي، چې په روان ۲۰۱۹ کال یې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو ۵۹ پېښې ثبت کړي دي.

د سره صلیب په اعلامیه کې په افغانستان کې د دغه کمېتې د مسؤل خوان پډرو سکارر له قوله ویل شوي:"په یوه ډاکټر یا نرس برید، د ټولو لپاره ژوند ژغورونکي روغتیايي څارنې تر تاثیر لاندې راوړي."

دغه کمېټې د دوشنبې په ورځ د «اګست پر۱۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د جګړې ټول اړخونه باید نیول شوو بندیانو ته د روغتیا، پاکو اوبو، جامو او له خپلو کورنیو سره د خبرو کولو اسانتیاوې باید ورته برابرې کړي.

دغه ادارې په تېره اپرېل کې د امنیتي ستونزو له امله د طالبانو تر ګواښ وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د سره صلیب کمېټې پخپلې اعلامیې کې ویلي، په داسې حال کې چې بشري مرستو ته اړتیا پر زیاتېدو ده له ښکېلو لورو غوښتنه کړې، چې د بشرپالونکو حقوقو له مخې مرستندویه بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د سره صلیب اداره په افغانستان کې د جګړې له قربانیانو سره مرسته، روغتیايي مرکزونو ته د ټپيانو لېږد، د جګړې له ډګره کورنیو ته د مړو لېږد، له زندانیانو سره لیدنه او له خپلو کورنیو سره د اړیکو ټینګولو کې د مرستې ترڅنګ یو شمېر نو بشري فعالیتونه کوي.

افغان حکومت او وسله والو مخالفینو تر دا مهاله د سره صلیب د اعلامیې په اړه تبصره نه ده کړې.

سور صلیب پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې تېره شپه پای ته ورسېدې. طالبانو یاد مذاکرات ګټور بللي دي.

XS
SM
MD
LG