د لاس رسي وړ اتصالات

شکایتونو کمیسیون: د کابل د ټولورایو باطلول یوازې یو امکان حد کې مطرح دي


د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې له دوه نیم زرو څخه زیات نوماندان ولاړ وو.
د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې له دوه نیم زرو څخه زیات نوماندان ولاړ وو.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د کابل ولایت د رایو د پلټنې بهیر لا هم روان دی او دا له وخت څخه وړاندې ده، چې دا ووايي، چې دا کمیسیون به د دغه ولایت ټولې رایې بیا باطلې اعلان کړي.

د کمیسیون ویاند علي رضا روحاني د جمعې په ورځ ( سلواغې ۱۲مه) امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د کابل د ټولو رایو باطلول یوازې د یو امکان تر حده دغه کمیسیون سره مطرح دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، د مرغومې په ۲۴ مه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د کابل ولایت د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته یې د دغو پایلو په اړه زر شکایتونه ترلاسه کړي دي.

علي رضا روحاني وویل، چې لا هم د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د کابل ولایتي دفتر کې د دغو شکایتونو پلټنه روانه ده، کله، چې دا بهیر بشپړ او د کابل دفتر خپلې پریکړې اعلان کړي بیا به هم پر دغو پریکړو د شکایت لپاره یوه لنډه موده اعلان شي او چې ټول بهیر بشپړ شي نو وروستۍ پایلې به اعلان شي.

ښاغلي روحاني وویل " د شکایتونو د ارزولو معنی همدا ده، چې امکان لري، په لیستونو کې تغیرات راشي، خو دا چې څه بدلون به راشي، دا له وخت وړاندې ده، چې په اړه یې څه وویل شي".

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تراوسه د اتلس ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.

په دغو اتلس ولایتونو کې د کونړ او نورستان ولایتونو پرته، چې په وروستیو پایلو کې یې بدلون راغلی د نورو ټولو پاتې ۱۶ ولایتونو لومړنۍ پایلې تائید شوي دي.

د کابل په ولایت کې د ولسي جرګې ۳۳ څوکیو ته له اتو سوو زیات نوماندان ولاړ وو.

د کابل په ولایت کې د ټاکنو په ورځ د شوو درغلیو او بې نظمیو کچې ته په کتنې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دغه ولایت ټولې رایې باطلې اعلان کړې، چې بیا د افغان حکومت په منځګړیتوب دغه کمیسیون خپله پریکړه بیرته واخیستله.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته د دغو پایلو سره د مخالفت لپاره د کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې په سلګونو معترضو نوماندانو لاریونه کړي او د پایلو له منلو یې انکار کړی دی.

په داسې حال کې، چې د روان لمریز کال د تلې د میاشتې د ۲۸ مې ورځې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې لا بشپړې شوي نه دي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره په چمتوالي پیل کړی دی.

د ټاکنو د څار یو شمیر ادارې دا ګڼي، چې د افغانستان ټاکنیز کمیسیونونه په شفافه توګه د را روان لمریز کال د چنګاښ د ۲۹ مې ورځې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کولو کاري وړتیا نه لري.

افغان حکومت هم د ټاکنو په بهیر کې د اصلاحاتو د راوستلو اعلان کړی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د تیرې چهارشنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې د ځوانانو د استازو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان ټاکنیزو کمیسیونو د خلکو پر وړاندې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان کې جمهور رئیس غني ویلي په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات راځي او قوانین به تعدیلېږي.

همداشان جمهور رئیس غني په دوو ورځو کې د جمهوري ریاست د راروانو ټاکنو د پایلو د اعلانولو خبر هم ورکړی دی.

جمهور رئیس غني، پخپله هم د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ولاړ دی.

د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یو شمیر نور نوماندان وايي، چې د اصلاحاتو بهیر باید د ټولو نوماندانو تر څارنې لاندې پرمخ یوړل شي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د ۲۹ مې ورځې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ۱۸ نوماندانو خپل نومونه لیکلي دي.

خو تراوسه د نوماندانو وروستی لیست اعلان شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG