د لاس رسي وړ اتصالات

اعجاز افق: د موسیقۍ له لارې سیاست کوم


د جنوبي پښتونخوا نه نوی راټوکیدلی ځوان سندر غاړی اعجاز افق وايي له موسیقۍ له لارې سیاست کوي.

افق چې د کوټې له کلاسیف الله سیمې نه لمړي ځل لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی وايي ځوانانو ته پکار ده چې د هنر له لارې خپل پیغام نړۍ ته ورسوي.

هغه وايي موسیقي او شاعري، سیاسي پیغام لري: "سیاست د تقریر په واسطه هم کیږي او د موسیقۍ له لارې هم کیږي. زه غواړم خپل سوچ چې د یووالي فکر دی، له همدې لارې یې خلکو ته ورسوم. کومې سیاسي پروپاګنډاوې چې موږ پسې کیږي او د ډیورنډ کرښه چې زموږ تر منځ تېره شوې ده، غواړو د موسیقۍ او شاعري له لارې د دغو مخه ونیسو."

اعجاز افق له ۷ کلونو را په دې خوا موسیقۍ ته مخه کړې.

هغه وايي له کوچیني والي نه یې سندرې خوښېدې او هېله یې درلوده چې یوه ورځ سندرغاړی شي.

د اعجاز مینه وال وايي د ده راتګ ځان سره د سولې پیغام راوړی دی.

د پوهنتون استاد فرید قربان امریکا غږ ته وویل چې اعجاز مدني فکر راوړی دی: "د ده راتګ ټولو افغانانو ته د یووالي پیغام دی. دی په خپل هنر کې موږ ته د فکر، انسانیت او افغانستان خبرې کوي."

شاعر بشیر باران بیا کابل ته د اعجاز راتګ د فرهنګي اړخه ارزښتناک بولی: "د ده په غږ کې مې یو متحرک هنر حس کړ. په ټوله کې د افق د فرهنګي اړیکو او مشترکاتو ساتل او لېږدول د ده په هنر کې ستر ټکي دي."

اعجاز د پښتون ژغورنې غورځڼګ وژل شوي غړي ارمان لوڼي په یاد یوه سندره هم ویلې.

هغه وايي کله چې لوڼی ژوندی و، دا سندره یې اورېدلې وه خو اوس چې ژوندی نه دی د سندرې کمپوز مې تراژیت کړی او د هغه د نه شتون درد، دې کار ته اړ کړی یم.

ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی و چې په تېره فبرورۍ کې د بلوچستان د صوبې په لورلایي سیمه کې د یاد غورځنګ د غړو په وینا د پاکستاني پولیسو له خوا ووژل شو.

اعجاز افق: د موسیقۍ له لارې سیاست کوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:46 0:00

XS
SM
MD
LG