د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د پاکستان حکومت 'فاشیست' وباله 


د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان د دغه هېواد حکومت «فاشیست» بللی او ویلي دي چې قانون یې له پامه غورځولی دی.

عمران خان نن دوشنبه مۍ ۲۹ (جوزا اتمه ) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په پاکستان کې اوسنی « فاشیستي حکومت د جنرال مشرف تر پوځي حکومت هم بد» دی.

عمران خان ادعا کړې ده چې د حکومت یوازینی هدف د هغه د ګوند «تحریک انصاف» ختمول دي.

تر دې دمه د پاکستان حکومت د عمران خان د دغه ټویټ په اړه کوم غبرګون ښودلی نه دی.

عمران خان تېرکال د اپریل په میاشت کې د پارلمان له لوري سلب صلاحیت او له واک څخه لېرې کړل شو، چې بیا یې په پاکستان کې اعتراضیه مظاهرې پيل کړې او په مظاهرو کې د تاوتریخوالي له کبله د ترهګرۍ تورونه پرې لګول شوي.

عمران خان د شهباز شریف په حکومت باندې د فشار راوړلو لپاره په خیبرپښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې اسمبلۍ هم لغوه کړې.

په عمران خان باندې همدغه راز د فساد تورونه هم لګول شوي، هغه د مۍ په نهمه نېټه د اسلام اباد عالي محکمې ته تللی و چې د خپلې قضیې سپیناوی وکړي، خو هلته د احتساب پولیسو ونیوه او بندي یې کړ.

د هغه له توقیف وروسته د نوموړي پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د راپورونه په اساس د پوځ په ځینو ودانیو یې هم بریدونه کړي دي.

راپورونه وايی چې په دغو پېښو کې نهه تنه وژل شوي دي. حکومت د عمران خان پلویان په ترهګرۍ تورن کړل، خو عمران دا بریدونه غندلي دي او ادعا یې کړې ده چې د پاکستان استخباراتي ادارو په دغو پېښو کې لاس درلوده چې «تحریک انصاف» بدنام کړي.

مقامات وايي چې د دې پېښو په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي او محاکمه به یې کړي.

په همدې لړ کې د عمران خان د ګوند ځینو مخکښو مقاماتو له دغه ګوند څخه استعفی وکړه، عمران خان دا د فشار نتیجه او «اجباري طلاق» بللی دی. ځينې کارپوهان هم په دې باور دي چې د پاکستان له سیاسي صحنې څخه د عمران د لېرې کولو هلې ځلې روانې دي.

په واشنګټن کې د وودرو ویلسن د انستیتوت کارپوه مایکل کوکلمن په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په عمران خان باندې د فشار راړولو هڅې زیاتې شوي دي.

هغه لیکلي دي چې په خان باندې د فشار راوړلو پلان هغه ته د نژدیو کسانو هدف کول دي، چې ګوند یې کمزوری او منزوي شي او هېڅ هم ورپاتې نشي.

عمران خان د خپل ګوند د ځینو لوړ پوړیو مقاماتو له استعفا وروسته ولیکل: «حیران یم چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو سازمانونه چېرې دي.» هغه همدغه راز لیکلي وو چې د پاکستان د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوې، رسنۍ له فعالیت څخه غورځول شوې او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تهدید شوی دي.

نوموړي همدغه راز ادعا کړې ده چې د هغه نیول شوي پلویان په سخت حالت کې ساتل کېږي او له شکنجې سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لاهور محکمې د عمران خان ۳۳ پلویان پوځ ته سپارلي چې په پوځي محکمې کې یې محاکمه کړي. منتقدین وايي چې په پوځي محکمو کې د دغو کسانو محاکمه کول به دې مانا دي چې هغوی به له منصفانه محکمې څخه بې برخې وي، ځکه د دوی په وینا دا محکمې پټې وې او د تورونو د کورنیو غړو ته هم په کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان څخه غوښتي دي چې په پوځي محکمو کې د ولسي خلکو د محاکمه کېدو پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي.

XS
SM
MD
LG