د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان د همکاریو پر نوي سند هوکړه کړې


عمران خان تیره ورځ کابل ته د سفر پرمهال
عمران خان تیره ورځ کابل ته د سفر پرمهال

افغانستان او پاکستان« په دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو او ملاتړ» په اړه پر یو نوي ګډ سند هوکړې ته رسېدلي دي.

پر یاد سند هوکړه تیره ورځ کابل ته د پاکستان د صدارعظم عمران د یو ورځني سفر پر مهال شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه سند کې د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه نومبر ۱۹(لړم۲۹) ناوخته ویلي چې پرون پنجشنبه کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر پر مهال په یادو برخو کې پر همکاریو ټینګار شوی دی.

دواړو لورو دغه هوکړه په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو برخه کې مهمه بللې او ترڅنګ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ملي حاکمیت ته پر درناوي ولاړو اړیکو ټینګار شوی دی.

په یاد سند کې دا هوکړه هم شوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل هیواد پر ضد نه کارول کیږي او ترڅنګ یې د هغو کړیو او مخالفینو پر افشا کولو هم هوکړه شوې چې سوله نه کوي.

د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د همکاریو نوي سند کې ویل شوي چې د سولې ضد کړیو پر وړاندې دي دوه اړخیزه استخباراتي فعالیتونه پیل شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره ورځ کابل ته د سفر پر مهال وویل چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي خان چې د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره په کابل کې ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې پاکستان د افغان سولې په بهیر د مذاکراتو میز ته د طالبانو په راوستلو خپل رول لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG