د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان په وروستیو ناامنیو کې ۳۷۱ ملکي وګړي ټپیان شوي


په ارزګان کې ډاکټران وایي په دغه دغه ولایت کې په جګړه کې په ټپي شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په ارزګان کې ډاکټران وایي په دغه دغه ولایت کې په جګړه کې په ټپي شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ارزګان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو په ترڅ کې د ملکي وګرو مرګ ژوبله تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د ارزګان له تازه نا امنیو څخه تر پنځه میاشتي زیاته موده تیریږي خو لاهم دوامداره نا امني پکې د ډيرو انسانانو ژوند ګواښي.

د دې ولایت د ولایتي روغتون مسئولین وايي چې په تیرو پنځه میاشتو کې دوی ته ۳۷۱ تنه ملکي وګړي په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

د ارزګان د روغتون رئیس ډاکترضیاالرحمان نیازی وايي چې د دغه شمیر ټپیانو څخه ۲۰ تنو یې په دغه موده کې د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

ډاکټر نیازي وویل " د جګړې له پيل نه تر اوسه موږ ته د ۱۰۲ تنو ماشومانو په ګډون ۳۷۱ تنه ټپیان را وړل شوي چې ښځي هم پکې شاملي دي ، د ټپیانو زیات شمیر یېله ترینکوټ ښار څخه راوړل شوي وو چې اکثریتو يې ژور ټپونه لرل".

په ارزګان کې د ملکي مرګ ژوبلي د رامنځ ته کیدو عامل د ولایتي شورا غړي ځمکني ماینونه او جګړې په منځ کې د ملکي خلکو بند پاته کیده بلل ګڼي.

د ولایتي شوراغړي وايي چې د جګړې پرمهال د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام نه کیږي ، د دولت مخالفین يې له کورنو څخه د سنګر په توګه کار اخلي او حکومتي قواوي بیا پر وخت د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د سړک دغاړي ښخ شوي ماینونه لمنځه نه وړي.

د ارزګان په ولایت کې یو شمیرولسي مشران د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د لارو پر سر او د ملکي خلکو د اوسیدو په سیمو کې ښخ شوي ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې ستر عامل بولي.

د ارزګان ولسي مشرحاجي باور وايي چې افغان قواوي هم د ماینونو د خنثی کیدو پر مختللي وسایل په لاس کې نلري.

حاجي باور وویل " موږ د ډیرېملکي مرګ ژوبلېسبب چې ګورو زموږ افغان قواوي هغه امکانات نلري چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه باندې را ټيته کړي ، موږ ولیدل چي یو ځل د نړیوالو په بمبار کې ۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله خو زموږ افغان نظامیان هم داسي وسایل نلري چې دښمن په نښه کړي او ملکیان ورڅه نجات پیدا کړي".

د ملکي مرګ ژوبلې تر څنګ د ارزګان د تازه نا امنیو له کبله ۱۳ زره کورنۍ له خپلو مېنو څخه کډهشوي هم دي.

تیره اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما له لوري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ملګي مرګ ژوبلې ارقام اعلان شو چې د تیر کال په پرتله پکښې درې فیصدهزیات والی راغلی.

XS
SM
MD
LG