د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې د گوزڼ ناروغۍ د کمپاین مثبتې پایلې


Polio in Afghanistan
Polio in Afghanistan

پولیو یا گوزڼ په ډیره لوړه کچه ساري ناروغي ده چې که واکسین نشي، تر ټولو زیات د پنځه کالو عمر لاندې ماشومانو باندې اثر کوي.

د افغانستان په گوټ گوټ په ځانگړې توگه په لرې پرتو سیمو کې د دغې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی خورا اړین دی.

د فراه د عامې روغتیا رییس عبدالجبار شایق وایي، د پخوا په پرتله اوس خلک تر ډیره د ګوزڼ ناروغۍ په خطرونو او د هغې د مخنیوي لپاره د پولیو واکسین په ګټو پوه شوې دي.

ښاغلی شایق وایي: "دغه عامه پوهاوۍ مو تر ډیره د مخورو کسانو او رسنیو له لارې ترسره کړی."

د طب ډاکټران ګوزن سارې ناروغي بولي او وایي د سرایت د مخنېوې لپاره يي اړینه ده چې کورنۍ د خپلو ماشومانو، کورنۍ او چاپیریال ساتني ته پوره پاملرنه وکړي.

ډاکټر مهتاب الدین نورزۍ وايي: "خیریه بنسټونه ځکه په افغانستان کې د پولیو واکسین د ماشومانو لپاره تطبیقوي چې نور اروپايي او بهرني هېوادونه دا ویره لري چې د مسافرتونو له لارې د پولیو ناروغې د دوی هیوادونه ته سرایت ونکړي."

د فراه یو تن مدني فعال عبدالرحمن ژوندۍ وايي: "موږ د ډاکټرانو له قوله خبر یو چې پولیو سارې ناروغې ده او که چېري په یوې سیمي او یو کلې او یا هم یو ولایت کې یو ماشوم په ګوزڼ اخته شي، نو نورو ماشومانو ته هم سرایت کوي. نو اړینه ده چې ټول خلک او په خاص ډول مخور کسان په ګډه عامه پوهاوۍ وکړي، تر څو د پولیو ناروغٌۍ مخه ونېول شي."

د طبي ډاکټرانو په وینا د ماشومانو ګوزڼ یا فلج ناروغۍ مخنېوې اصلي درمل د پولیو واکسین دی، او اړینه ده چې تر پنځو کلونو ټیټ عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال له پیله تر اوسه په هېڅ ولایت کې د پولیو مثبت پېښه نه ده راپور شوې، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ مېلادي کال په جریان کې په ټول افغانستان کې ۲۸ مثبت پیښې ثبت شوې وې چې دوه یې د فراه ولایت کې وې.

XS
SM
MD
LG